1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
قانون او قضاآلمان

په اروپا کې د قاچاق یوه لویه شبکه کشف شوې

۱۴۰۱ تیر ۱۵, چهارشنبه

د پنځو هیوادونو پلټونکي وايي چې دوی په اروپا کې د قاچاق يوه تر ټولو ستره شبکه کشف او په خپله کې پاشلې ده. زیاته شوې ده چې دغې شبکې تر زرو ډیر مهاجر له مانش کانال څخه اړولي او ۳۹ غړي یې په آلمان کې ول.

https://p.dw.com/p/4Dm1U
Europol
انځور: Jerry Lampen/ANP/dpa/picture alliance

دغو پلټونکو چې د بریتانيا، فرانسې، آلمان، بلجیم او هالند هیوادونو قضا او پولیسو پورې تړلي دي ویلي دي چې دغې شبکې له تیرکال راهيسې له ۱۰۰۰ ډير مهاجر د پلاستيکي کشتيو په واسطه د مانش کانال له لارې اړولي دي.  د دوی په خبره، د دغې شبکې ۳۹ غړي په آلمان کې ول. د يوروپول په خبره، دغې شبکې د شمالې بحیرې حوزې په هیوادونو کې يوه پيچلې شبکه رامنځ ته کړې وه.

د دوی غړو به کسان د فرانسې له ساحلونو څخه په موټرو کې پورته کول او بیا به ېې په کښتیو کې د مانش کانال څخه اړول. زیاته شوې ده چې دغې شبکې به موټر، کشتۍ او نور وسایل په آلمان کي ترلاسه کول.

ډیر شمیر کسان له سوریې، عراق، افغانستان، پاکستان او یو شمیر نورو هیوادونو څخه په غیر قانوني توګه اروپايي هیوادونه ته راځي او بیا د پنا غوښتنه کوي. ډیر وخت دغه کسان د اروپايي هیوادونو تر منځ هم د انساني قاچاق وړونکو په مرسته هم سفر کوي. له خپل هیواده یوه اروپايي هیواد ته سفر تل د پناه غوښتونکو له پاره له ګواښونو ډک وي.

ks/ms (DPA)