1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کورنۍ تاوتریخوالی په آلمان کې په درو ورځو کې یوه ښځه وژني

۱۳۹۷ آبان ۳۰, چهارشنبه

د آلمان د فامیلونو د چارو وزیرې ویلي دي چې په دې هیواد کې د کورني تاوتریخوالي پیښې «دومره لوړې دي چې تصور یې نه شي کیدای». په دې هیواد کې په هرو درو ورځو کې یوه ښځه د خپل اوسني او یا پخواني ملګري له خوا وژل کیږي.

https://p.dw.com/p/38eIa
Symbolbild sexuelle Gewalt Prostitution Menschenhandel Zwangsprostitution
انځور: picture alliance / Photoshot

د آلمان د ښځو د چارو وزیري فرانسیسکا ګیفي، د سه شنبې په ورځ د تیرکال د کورني تاوتریخوالي شمیرو د خپرولو پر مهال د دې پدیدې پر ضد د مبارزې غوښتنه وکړه.

نوې شمیرې ښيي چې په تیرو درو کلونو کې د کورني تاوتریخوالي پیښې۱۰سلنه لوړې شوې دي دا په داسې حال کې ده چې له دې ډول تاوتریخوالي سره د مخامخو کسانو له ډلې څخه یوازې یوه برخه یې شکایتونه ثبتوي.

د ۲۰۱۷م کال شمیرې:

  • د تاوتریخوالي د نزدې ۱۴۰ زره قضیو په اړه رپوټ ورکړل شوی. دا تاوتریخوالی داسې کسانو کړی چې یو له بل سره په اړیکه کې ول.
  • هره ورځ، په اوسط ډول، یوه سړي هڅه کړې چې خپله اوسنۍ او یا هم پخوانۍ د ژوند ملګرې ووژني. په ۱۴۷ داسې مواردو کې نارینه د خپلي ملګري په وژنه توانیدلي دي.
  • د جنسي تیري، زخمي کولو، جنسې زورونې او تعقیب په زرونو قضیې ثبت شوې دي.
  • د کورني تاوتریخوالي د ۸۲ سلنه قضیو قربانياني ښخي وې، خو په ۳۲ سنله مواردو کې بیا نارینه قربانیان ول.
  • په دوه پر دریمه برخه مواردو کې نارینه برید کوونکي ول.

«تصور يې نه کيږي»

د آلمان د کارګرو د هوساینې د فدرال انجمن مشر ولفګنګ شتیدلر، ویلي دي چې دغو شمیرو ډیر خواشنی کړی او د کورني تاوتریخوالي د مخنیوي له پاره یې د لا سختو تدابیرو غوښتنه کړې ده. هغه روښانه کړې ده چې دا د منلو وړ نه ده چې اوس هم په آلمان کې د «ښځو امن کورونه» په سمه توګه نه تمویلیږي.

د آلمان د ښځو د چارو وزیرې فرانسیسکا ګیفي، بیا ویلي: «د آلمان په څیر یوه پرمختللي هیواد له پاره دا دومره لوړې شمیرې دي چې تصور یې نه شي کیدای.»

حالات کوم لورې ته روان دي؟

تازه خپرې شوې شمیرې د تیرکال په پرتله لوړې دي، خو لوی لامل یې دا دی چې د کورني تاوتریخوالي تعریف اوس پراخ شوی دی. په دې ترتیب سره نو اوس جنسي تیري او زورونې، پر ښځو دلالي کول، په جبر واده ته مجبورول او د آزادي سلبول په کورني تاوتریخوالي کې شاملیږي.

که دغه موارد له ښږنیو شمیر و ایستل شي، نو بیا د تیرکال په پرتله د کورني تاوتریخوالي په پیښو کې ۰،۸ سنله کمښت راغلی دی. خپرې شوې شمیرې ښايي تر ریښتنو پیښو ډیري کمې وي، ځکه د کورني تاوتریخوالي یوازې ۲۰ سنله قربانیان د مرستې غوښتنه کوي.

برید کوونکي څوک دي؟ برید کوونکي په ډیرو مواردو کې نارینه دي. د ۳۰ او ۳۹ کلونو تر منځ نارینه بیا په ځانګړي ټوګه له تاوتریخوالي ډک دي. په نیمایي قضیو کې برید کوونکي له قربانۍ سره په یوه کور کې اوسید. په ډیرو مواردو کې د الکولو استعمال هم نقش لاره.

کومې مرستې موجودې دي؟ په آلمان کې د ښځو د امن شاوخوا ۳۵۰ کورونه موجود دي. پر دې سربیره د مشورو ۶۰۰ مرکزونه هم شته چې په کال کې له ۳۰۰۰۰ ښځو سره مرسته کوي. دغه مشورې په ۱۷ ژبو وړاندې کیږي.

کوم بدلون رامنځ ته کیږي؟ د آلمان د ښځو د چارو وزیري فرانسیسکا ګیفي، ویلي دي چې د مرستې مرکزونه به لا پسې براخ شي او د مرستې د غوښتنې له پاره به د تلیفوني اړيکو یوه نوې لار رامنځ ته شي. په ۲۰۲۰م کال کې به ۳۵ میلیونه یورو ایالتونو او ښاروالیو ته ورکړل شي چې د کورني تاوتریخوالي پر ضد پروګرامونو جوړ شي.

ms/nz (dpa, AFP, KNA, epd)