1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په آلمان کې د طالبانو د يوه آلماني غړي محکمه

۱۳۹۷ آذر ۱۲, دوشنبه

د آلمان د دوسلدورف ښار ستره محکمه اوس د طالبانو د يوه آلماني غړي پر دوسيې کار کوي. پر توماس ک. د لگېدلو تورونو يو په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو پر کاروانو د بمي بريدونو پلانونه دي. هغه څوک دی؟

https://p.dw.com/p/39JJN
Deutschland Prozessbeginn gegen mutmaßlichen "deutschen Taliban"
انځور: picture-alliance/dpa/R. Vennenbernd

په افغانستان کې د وسله والو طالبانو د يوه آلماني غړي توماس ک. محکمه، د روان ميلادي کال (۲۰۱۸) د اکتوبر مياشتې په نيمايي کې د آلمان په دوسلدورف ښار کې پيل شوې ده. توماس په «یوه بهرنۍ تروريستي شبکه کې د غړيتوب»، «د جنګي وسلو د کنترول قانون پر نقضولو» او «د وژنو په پلان جوړولو» باندې تورن دی.

د هغه د محکمې غونډې د دوسلدورف د سترې محکمې له اصلي ودانۍ څخه څو کيلومتره ليرې په يو بل ځانګړي ساختمان کې چې سخت امنيتي تدابير پکې پام کې نیول شوي، ترسره کیږي. د ساختمان شاته د بام پر سر د هيلي کوپټر د ناستې له پاره هم ځای په پام کې نيول شوی دی. په دغه ساختمان کې د هغو کسانو دوسيې څيړل کيږي چې په تروريستي فعاليتونو تورن وي.

د دویچه وله خبريال استر فلدن چې د دغې محکمې په غونډه کې يې ګډون کړی په دې اړه ليکي: «توماس ک. چې لوړ قد او ډنګر اندام لري، د سر په زيړچک رنګ لږ ويښتانو او خريلې ږيرې سره د دوسلدورف د محکمې غونډې ته حاضر شوی دی. هغه په داسې حال کې چې آرام نه ښکاريد، د محکمې په سالون کې خپلې مور، خور او خپلوانو ته د سر په اشاره او مسکا سره سلام اچوي. کله چې د غونډي ګونډوال په لومړي ځل د هغه څيرې ته ګوري، ډيره سخته ورته ښکاري چې هغه دې د وسله والو طالبانو يو «بم جوړونکی» وي.

Deutschland Prozessbeginn gegen mutmaßlichen "deutschen Taliban"
توماس ک. د دوسلدورف په ستره محکمه کېانځور: picture-alliance/dpa/R. Vennenbernd

روغتيايي وضعيت

د محکمې په غونډه کې توماس ک، د خپلې افسردګۍ او روحي ناروغۍ څخه يادونه کوي. خو د دوو روغتيايي متخصصانو له لوري په بشپړه توګه د توماس معاينه کول بيا پر دې باندې دلالت کوي چې د تورن روحي او رواني وضعيت ښه دی.

داکترانو په عين وخت کې د تورن په اړه ليکلي دي چې هغه «په ټولنه کې له خلکو سره د اړيکو ټينګولو او د خپلو احساساتو په ښکاره کولو کې له ستونزو سره مخامخ دی.» خو دغه مسئله په هيڅ صورت کې د هغه د ناروغۍ، په محکمه کې د نه حاضريدو او د جرم د«کموالي يا نه ګرمتيا» په برخه کې دليل نه شي کيدای.

توماس ک. څوک دی؟

توماس ک. د ۲۰۱۲م کال په اګست مياشت کې (شاوخوا شپږ کاله مخکې) د پاکستان کراچۍ ته سفر وکړ. هغه د دې له پاره چې له طالبانو سره يې اړيکې پټې ساتلې وي، آلمان ته يې د بيرته راتلو ټکټ هم اخيستی وو. هغه د پاکستان او افغانستان تر منځ په سرحدي سيمه کې له طالب جنګياليو سره ګډ شو.

توماس ک. پنځه نيمو کاله وروسته، د روان کال په فبرورۍ مياشت کې د افغانستان په هلمند ولايت کې د افغان او امريکايي ځواکونو د یوه شپني عملياتو پر مهال ونيول شو. هغه د نيول کيدو پر وخت په وسله سمبال وو.

توماس ک. په لمړيو کې په بګرام کې د امريکايي ځواکونو په اډه کې او بيا د څو اوونيو له پاره په کابل کې تر تحقيقاتو لاندي وو.

Afghanistan als Taliban Kämpfer festgenommener deutscher Staatsbürger Abdul Wadood
توماس ک. په هلمند کې د افغان ځواکونو له خوا ونيول شوانځور: Afghan security forces

آلمان ته د توماس ک. سپارل

هغه د روان کال د اپريل مياشتې په لومړيو کې د آلمان جنايي فدرالي ادارې (BKA) ته وسپارل شو او د دغې ادارې له خوا له کابله آلمان ته راوستل شو. توماس ک. د آلمان جنايي فدرالي ادارې له خوا هم پيژندل شوی وو. د دغې ادارې کارکونکو په ۲۰۱۴م کې د هغه د فعاليتونو په اړه خبرداری ورکړی وو. په افغانستان کې نړيوالو ځواکونو هم د يوه عمومي ايميل له لارې خبرداری ورکړی وو چې «د آلمان اوسیدونکی توماس ک.، په کابل کې پر نړيوالو ادارو باندې د يوه وسله وال بريد پلان جوړ کړی دی.»

افغان ځواکونو د توماس ک. تر نيولو وروسته، هغه «د طالبان د يوه آلماني جنګيالي» په توګه ياد کړی وو.

له ماشومتوبه تر مسلمان کيدو

توماس ک. په ۱۹۸۱م کال کې په اتريش کې زيږيدلی دی. هغه د خپل ماشومتوب وخت د يوې «عادي» دورې په توګه يادوي. کله چې هغه ۱۶ کلن وو پلار يې ومړ او تر هغه څو مياشتې وروسته يې د اسلام دين قبول او مسلمان شو. هغه ونه شو کړای چې خپلې هنري زده کړې د «روحي ستونزو» له وجې پاې ته ورسوي.

توماس ک. له خیريه او مرستندويه سازمانو سره د فعاليتونو په لړ کې د آلمان په وورمز ښار کې د يوې اسلامي خيريه موسسې سره اشنا شو. د مختلفو اسلامي ډلو له يو شمير غړو سره د هغه نژدې روابط د دې لامل شول چې د توماس اړيکي لا پراخې شي. د مذهبي تعصباتو د ډيريدو په نتيجه کې توماس بلاخره په آلمان کې له افراطي اسلامي ډلو سره خپل فعاليتونه پيل کړل.

Deutschland Prozessbeginn gegen mutmaßlichen "deutschen Taliban"
توماس ک. په محکمه کېانځور: picture-alliance/dpa/R. Vennenbernd

توماس ک. په پاکستان کې يو څه موده د طالبانو تر نظر لاندې د حقاني په شبکه کې تير کړل. د هغه نوم د ځان وژونکو بريدګرو په نوملړ کې شامل وو.

ځانوژونکي بريد له پاره چمتو

ویل کيږي چې د ۲۰۱۷م کال په می مياشت کې په کابل کې د آلمان پر سفارت د شوي بريد مسئوليت هم دغې ډلې درلود. په دغه بريد کې تر۱۵۰ ډير کسان ووژل شول.

پر توماس ک. باندې د شوو تورونو څخه يو هم په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو پر يو کاروان د بريد پلان جوړل دی چې هغه هم پر دغې خبرې اعتراف کړی دی.

نوموړی دغه راز د آلمان جنايي پوليسو له پاره هم د «ځان وژونکي بريد له پاره د چمتو شوي تروريست» په توګه پيژندل شوی دی.

وړاندوينه کيږي چې د توماس ک. محکمه به په ډسمبر مياشت کې پاي ته ورسيږي او محکمه به يې په اړه خپله پريکړه اعلان کړي.