1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په آلمان کي د بې سرپرسته مهاجر ځوانانو شمېر زيات سوی

۱۴۰۲ خرداد ۱۱, پنجشنبه

په آلمان کي له ۲۰۲۱م کال راهیسي د هغو کوچنیانو او تنکي ځوانانو شمیر یو وار بیا ډیر سوی دی چی پرته له والدینو دغه هيواد ته ځانونه رارسولي دي. د هغوی زیاتره یې افغانان او د سوريې دي.

https://p.dw.com/p/4S2vP
Unbegleitete minderjährige Flüchtlinge in Griechenland
انځور: Angelos Tzortzinis/dpa/picture alliance

له نورو هيوادونو څخه له والدینو پرته د کم سنه کسانو د راتگ په هکله د جرمني د فامیلي چارو  وزارت په رپوټ کي چي د آلمان د کابینې له خوا د چهارشنبې په ورځ خپور سوی، راغلي دي چي د ۲۰۲۲م کال له اکتوبر میاشتي راهیسي شاوخوا ۲۵ زره داسي تنکي ځوان مهاجر په آلمان کي اوسیږي چی پرته له والدینو راغلي دي. د هغوی له پاره د کوچنیانو او تنکي ځوانانو سره مرستندویه ټولني مؤظفي سوي دي.

په رپوټ کي زیاته سوې ده چي د ۲۰۲۱م کال د مني او ۲۰۲۲م کال د مني ترمنځ د هغوی شمیر څه ناڅه ۴۰ سلنه لوړ سوی دی. په ۲۰۲۱م کال کي ډېر کسان له افغانستان، سوریې او سومالیا څخه راغلي دي.

اروپا ته مهاجرت؛ له پولند سره په سرحد کي د لازیات کنترول غوښتنه

د ۲۰۲۲م کال تر اکتوبر مياشتي پوري یوازي آلمان ته څه ناڅه ۴۰۰۰ اوکرایني ماشومان او تنکي ځوانان راغلل. په رپوټ کي راغلي دي چي د هغوی د ځای پر ځای کولو او پالني له پاره چارواکي او ایالتونه له سختو ستونزو سره مخامخ سوي دي. د هغوی په مخ کي یو بل چیلينج بیا د مسلکي کسانو کمښت دی. له دغو تنکیو ځوانانو او کوچنیانو څخه ۹۱ سلنه یې هلکان او ۹ سلنه یې نجوني او ځواني ښځي دي.

فرانسې څه د پاسه ۶۰ مهاجر له ډوبېدو ژغورلي دي

د جرمني د فامیلي چارو وزیري لیزا پاوز ټینگار کړی دی چي په آلمان کي د دغو ځوانانو تود هرکلی سوی دی او حکومت ځانګړې پاملرنه ورته کوي. هغه دا د خبردارۍ نښه بولي چی مخ پر زیاتیدونکي توگه تنکي ځوانان پرته له والدینو څخه له خطرناکو لارو آلمان ته راځي.

نوموړی رپوټ د ځوانانو د هغو استوگنځایونو، مسلکي ټولنو او تاسیساتو پر ارقامو ولاړ دی چی بې سرپرسته کوچنیان او تنکي ځوانان پکښي ژوند کوي. دغه رپوټ له ۲۰۱۵م کال راهیسي هرکال خپریږي.

GP/NZ/AG