1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اروپا ته مهاجرت؛ له پولند سره په سرحد کي دزیات کنترول غوښتنه

۱۴۰۲ خرداد ۱۰, چهارشنبه

د آلمان د کورنيو چارو وزيره نېنسي فيزر، د پناه غوښتونکو لوړ شمیر ته په کتو سره د جرمني او پولند ترمنځ سرحد د لا زیاتي څارني غوښتنه کوي. آلمان ته ډېر پناه غوښتونکي له سوریې او افغانستان څخه راځي.

https://p.dw.com/p/4RznL
Bundesinnenminister Faeser
انځور: Nadja Wohlleben/Reuters

نانسي فیزر د سه شنبه په ورځ د پولند له سرحدي ښار شویکو څخه د لیدني کتني پر مهال وویل: «زه په دې ډاډه یم، کله چي موږ د سرحدونو کنترول لاپسي زیات کړو، بیا به نو د مهاجرو له خوا پر نوو فشارونو باندي په گډه سره حاکم سو.« د هغې په خبره په هوايي ترانسپورت او ریلونو کي هم باید لا زیات کنترول رامنځته سي. 

فیزر د سپینې روسیې د مهاجرت له فشار څخه هم خبري وکړې چي «د کنترول سوي مهاجرت د فشار یوه برخه هم ده.» د هغې په خبره دلته په سرحد او همدارنگه د سرحد په دواړو خواوو کي باید تر پیاوړو تدابیرو لاندي آلمان او پولند په گډه سره د مهاجرو د فشار په وړاندي مبارزه وکړي.

آلمان خارجيانو ته د تابعيت ترلاسه کولو شرايط نرموي

د سوسیال دیموکرات له گوند څخه نوموړي سیاستوالي په شویکو کي د پولند د کورنیو چارو وزارت له مرستیال، بارتوڅ گرودیکو سره د لیدني کتني پر مهال، د آلماني او پولنډي پولیسو پر گډ کار او گمرکي همکاریو باندي ټینگار وکړ.

د اروپا د احصایوي ادارو د نوو شمیرو له مخي په اروپايي ټولنه کي د تیر یوه کال په پرتله، د روان کال له پیل راهیسي د پناه غوښتني څه د پاسه ۴۰ سلنه ډېري عریضې وړاندي سوي دي.

Polen | Bundesinnenministerin an der deutsch-polnischen Grenze
د پولند او آلمان ترمنځ پولهانځور: Patrick Pleul/dpa/picture alliance

په آلمان کي د مهاجرو او پناه غوښتونکو چارو ادارې (بامف) په اولو څلورو میاشتو کی ۱۱۰ زره ۵۱۶ عریضې ثبت کړي او په دې ډول د تیر کال په پرتله د هغوی شمیر پوره ۷۸ سلنه زیات سوی دی. د پناه غوښتني ډېري عریضې د سوریایانو او افغانانو له خوا وړاندي کیږي.

فیزر په تکرار سره د پناه غوښتني د یوه ګډ اروپايي سیستم په جوړولو کي د پرمختگ غوښتنه کړې ده. د اروپايي ټولني پر هیوادونو باندي د پناه غوښتونکو عادلانه ویش او همدارنگه له اروپايي ټولني څخه دباندي د سرحدونو لا زیات کنترول باید د دغه سیستم یوه برخه وي.

پولنډ د اروپايي ټولني د غړو په هغو هیوادونو کي راځي چی په تیره بیا د پناه غوښتونکو د ویش په هکله د پرمختگونو مخه نیسي. د دغې موضوع په هکله به د اروپايي ټولني داخله وزیران د جون  میاشتي پر اتمه نېټه په لوکزامبورگ کي یو وار بیا بحثونه وکړي.

GP/NZ/AG