1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پمپیو له لویې جرگې غوښتي چي نور طالب جنگیالي هم آزاد کړي

۱۳۹۹ مرداد ۱۷, جمعه

په افغانستان کي د سولې د مشورتي جرگې تر پرانیستلو مخکي د امریکا د بهرنيو چارو وزیر مايک پمپیو له جرگې څخه غوښتي دي چي د نورو طالب جنگیالیو د آزادیدو له پاره هلي ځلي وکړي.

https://p.dw.com/p/3gaVN
Katar US-Außenminister Mike Pompeo zur Unterzeichnung Abkommen mit Taliban
انځور: AFP/K. Jaafar

پمپیو د جمعې په ورځ وویل: «موږ پوهیږو چي د دغو بندیانو د آزادۍ موضوع غیر معمولي کار دی، خو دغه ستونزمن کار به موږ یوې داسي نتیجې ته ورسوي چي افغانان او د هغوی دوستان له ډیره وخت راهیسي ورته په تمه دي: د زورزیاتي راکمول او مستقیمي خبري اتري چي نتیجه به یې د سولې تړون رامنځته کیدل او د جگړې پای ته رسیدل وي.» 

په دوحه کي د امریکا حکومت او طالبانو ترمنځ تصویب سوي تړون پر اساس د کابل حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ د بندیانو ډیري تبادلې رامنځته سوي دي. طالبان د نورو۴۰۰ جنگیالیو راخوشي کیدل د بین الافغاني خبرو اترو د پیل کیدو له پاره شرط بولي.

پر ډیریو دغو بندیانو باندي د سختو جرمونو تور لگول کیږي، له هغوی څخه ۱۵۰ تنه د اعدام په سزا محکوم سوي دي. د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني ددغو بندیانو د آزادولو مسئولیت لویې جرگې ته ورسپارلی دی.

پمپیو په خپلو څرگندونو کي ددې کار ستاینه کړې ده چي طالبانو تر مستقیمي خبرو اترو وروسته د تشدد له کمولو سره موافقه کړې ده. امریکا متحده ایالات یادونه کوي چي طالبان باید خپل دغه مسئولیت ته ژمن پاته سي.

د امریکا خارجه وزیر د خپلو خبرو په ادامه کي وویل چي د افغانستان له پاره به خپلو مرستو ته ادامه ورکړي، هغه زیاتوي: «موږ دې ته آماده یوو چي د سولې له خبرو څخه ملاتړ وکړو او په عین حال کي به د پخوا په شان په بې وزلو سیمو کي خپل پرمختیايي پروگرام ته ادامه ورکړو.»

امریکا او طالبان په فبروري مياشت کي په دوحه کي تړون لاسليک کړ. هدف دا دی چي له تقریباً دوو لسیزو وروسته له افغانستانه د امریکايي ځواکونه وتل تنظیم سي. د هغه په بدل کي باید طالبان خپل زورزياتی راکم کړي او د دې ضمانت وکړي چي له ترهگري شبکې القاعده او ترهگري ډلي داعش پرضد مبارزه وکړي. تر اوسه پوري د نوموړي تړون د عملي کولو له پاره ټولي هڅي له ناکامۍ سره مخامخي سوي.