1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزم

پر ۲۰۹ شاهین قول اردو ډله ایز برید پای ته رسیدلی

خالد حکیمي۱۳۹۶ اردیبهشت ۱, جمعه

د ۲۰۹ شاهین قول اردو د مطبوعاتو مرستیال له دویچه ویله سره په مرکه وویل چې د دې ډلیز برید په پایله کې د ملي اردو اته تنه سرتیري وژل شوي او ۱۱ تنه نور ټپیان شوي دي. نوموړی وايي چې کیدای شي د تلفاتو شمیرې لوړې شي. هغه همدا راز وویل چې په دې برید کې شپږو ترهګرو برخه اخیستې وه او زیاته یې کړه چې پنځه ترهګر وژل شوي او یو بل بیا ژوندی نیول شوی دی. د پیښې مسوولیت د طالبانو ډلې منلی دی.

https://p.dw.com/p/2bhyS