پر پوستو باندې د طالبانو برید یوولس افغان پولیس وژلي
۱۳۹۶ آبان ۲۸, یکشنبهد یکشنبې په سهار (د ۲۰۱۷ کال د نوامبر په ۱۹مه) وسله والو طالبانو په فراه رود ولسوالۍ په اصلي بازار کې د افغان پولیسو پر درو پوستو باندې بریدونه وکړل. د فراه د ولایتي شورا غړې جمیلې اماني، د آلمان خبري آژانس ته وویل: «په پیښه کې اته نور پولیس ټپیان شوي او څلور تنه نور ټپیان دي.»
اماني زیاته کړه چې طالبانو درو پوستو او یوه هاموي ډوله موټر ته تر اور ورته کولو وروسته، سیمه پریښې ده.
دا په داسې حال کې ده چې د فراه ولایت یوه ویاند محمد ناصر مهري، وویل چې په پیښه کې یوازې شپږ پولیس وژل شوي او اته تنه نور ټپیان دي. د برید په پایله کې همداراز اته تنه یاغیان وژل شوي او شپږ تنه نور ټپیان دي.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد، بیا په دې برید کې افغان امنیتي ځواکونو ته د لوړې مرګژوبلې اړولو ادعا کړې ده خو ډله تل په خپلو بریدونو کې د لوړو تلفاتو ادعا کوي.
په وروستیو وختونو کې په فراه ولایت کې تاوتریخوالي زیاتې شوې دي. د تیرې سه شنبې په ورځ هغه وخت ۳۷ افغان امنیتي ځواکونو خپل ژوند له لاسه ورکړ چې طالابانو په کندهار او فراه ولایتونو کې د افغان امنیتي ځواکونو پر پوستو باندې بریدونه وکړل.