1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سپورت

پر شهزاد محمدي وضع شوی بندیز لیرې کړل شو

۱۳۹۸ اسفند ۷, چهارشنبه

د افغانستان کریکټ بورډ خبر ورکړی چې د ملي لوبډلې پر توپ وهونکي باندې لګول شوي بندیز لیرې کړل شوی دی، خو د قرارد بندیز یې لا هم پر ځای پاتې دی. کریکټ بورډ تیر کال د شهزاد محمدي قرارد د سرغړونو له کبله ځنډولی وو.

https://p.dw.com/p/3YS9S
Cricket Afghanistan vs. Indien
انځور: Imago/Zuma Press/T. Basnayaka

د افغانستان کريکټ بورډ د چهارشنبې په ورځ (۲۰۲۰م کال د فبروري میاشتې پر ۲۶مه نیټه) خبر ورکړ چې پر شهزاد محمدي باندې لګول شوی بندیز لیرې کړل شوی دی.

د تیر میلادي کال په وروستیو کې د افغانستان کریکټ بورډ د کریکټ بورډ د قوانینو د سرغړونې له کبله پر شهزاد محمدي باندې بندیز وضع کړ او د هغه قرارد یې وځنډاوه. هغه مهال پر انترنت باندې یوه داسې ویډیو لاس پر لاس کیدله چې پکې شهزاد محمدي په پاکستان کې د تمرین پرمهال لیدل شوی وو.

د افغانستان کریکټ بورډ د بندیز د لیرې کولو په هکله په خپله خبرپاڼه کې لیکلي: «د افغان کرکټ پیاوړی لوبغاړی محمد شهزاد د تېر ۲۰۱۹م کال په اګست میاشت کې له ادارې اصولو د سرغړونې له امله د یوه کال له پاره د هر ډول کرکټ له بندیز سره مخامخ شوی و چې د شا وخوا اوو میاشتو له تېرېدو وروسته پر نوموړي لګول شوی بندیز لرې کړل شو.»

کریکټ بورډ زیاتوي چې شهزاد محمدي څه موده وړاندې د کریکټ بورډ له چارواکو د پاتې مودې د بندیز د بخښنې غوښتنه کړې وه چې په پایله کې یې د کریکټ بورډ د ډسپلڼ کمیټې له لوري او د کریکټ بورډ د مشر تر تائید وروسته، د شهزاد محمدي د بندیز پاتې موده وبخښل شوه.

کریکټ بورډ په خبرپاڼه کې د شهزاد محمدي د قرارد په هکله لیکلي: «که څه هم پر ملي لوبغاړي محمد شهزاد د پاتې مودې له پاره د لوبې نه کولو بندیز لرې کړل شو، خو د هغه د قرارداد د بندیز موده به تر خپلې ټاکلې مودې پورې وي چې د یادې مودې له پای ته رسېدلو وروسته به نوموړی له ادارې خپل قرارداد ترلاسه کړي.»

شهزاد محمدي په نړیوال جام کې تر ټپي کیدو وروسته بیرته کابل ته ولیږل شو او کابل ته په رسیدو یې پر کریکټ بورډ له ملي لوبډلې څخه د لیرې کیدو له کبله نیوکې کړې وې.

کریکټ بورډ په خبرپاڼه کې همدا راز ویلي دي چې محمد شهزاد «د کرکټ نړیوال جام پر مهال هم د سرغړونې له امله د جولای ۲۰ او ۲۵مه د ادارې د انضباطي کمېټې له لوري راغوښتل شوی و، چې نه دی حاضر شوی.»

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې کریکټ بورډ د ملي لوبډلې پر بل لوبغاړي شفیق الله شفق باندې هم بندیز وضع کړی وو. کریکټ بورډ د شفق په هکله ویلي ول چې «د کرکټ ملي لوبډلې پر لوبغاړي شفیق الله شفق د افغانستان کرکټ بورډ ادارې، د فساد پر وړاندې د مبارزې قانون څخه د سرغړونې له امله تر وروستۍ پرېکړې صادرولو پورې بندیز ولګېد.»

د یادولو وړ ده چې کریکټ بورډ شفیق الله شفق ته پر نوموړي باندې د لګول شویو تورونو د ځواب له پاره لس ورځې مهلت هم ورکړی وو.