1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سويډني وزير: افغانستان لا چټک د سقوط پر لور روان دی

۱۴۰۰ آبان ۲, یکشنبه

که نړيواله ټولنه د افغانستان په تړاو لازم چټک اقدامات پورته نه کړي، دغه هیواد به ډير ژر د هرج و مرج په لمن کې سقوط وکړي. دغه خبرداری د شنبې په ورځ د پاکستان او سويډن وزیرانو په دوبۍ کې ورکړی دی.

https://p.dw.com/p/426yI
Pakistani International Film Festival | Fawad Chaudhry
د پاکستان د اطلاعاتو وزیر فواد چوهدریانځور: Hum TV PR

د افغانستان د پخواني حکومت تر سقوط او واک ته د طالبانو تر رسیدو وروسته، دغه پر بهرنيو مرستو متکي هیواد له یو بحراني حالت سره مخ شوی او د ميليارډونو ډالرو په ارزښت شتمني يې کنګل شوې ده. د سويډن او پاکستان هيوادونو وزیرانو په دې اړه خپله انديښنه ښکاره کړې ده او د حل له پاره يې خپلې څرګندونې کړي دي.

د سويډن د پراختيا وزير، پير اولسن فرید، په دوبۍ کې رويټرز ته وويل: «دغه هيواد (افغانستان) د سقوط په درشل کې دی او سقوط هم له هغه څه چې موږ يې فکر کاوه چټک راتلونکی دی.»

هغه وويل چې د مالي امکاناتو آزادول به تروريستي ډلو ته د فعالیتونو زمینه برابره کړي، او دا چې سويډن به افغانستان سره خپلې بشري مرستې د طالبانو له چينله نه بلکې پر ځای به يې د افغان مدني ټولنو ډلو له لارې ترسره کړي.

د اګست میاشتې له نیمايي راهیسې چې طالبان واک ته رسيدلي، ډيرو هیوادونو او څو اړخيزو نړيوالو سازمانونو افغانستان سره خپلې پراختيايي مرستې متوقفې کړي دي. دوی سره له دې چې د طالبانو له نوي حاکمیت سره چندان تمایل نه لري، خو په دغې موده کې يې خپلې بشري مرستې ډيرې کړي دي.

د پاکستان د اطلاعاتو وزير، فواد چوهدري رويټرز ته وويل چې په افغانستان کې د بشري بحران د مخنيوي له پاره يوازينۍ لار طالبانو سره تعامل دی. هغه دغه راز د افغانستان د ميليارډونو ډالرو په ارزښت د کنګل شوې شتمنۍ د آزادولو غوښتونکی شو.

Russland I Konferenz mit den Taliban in Moskau
طالبان چې په اګست کې واک ته رسيدلي، تر اوسه يې حکومت په رسمیت نه دي پيژندل شوی - انځور د مسکو کنفرانسانځور: Sergei Bobylev/TASS/dpa/picture alliance

چوهدري په دې اړه په دوبۍ کې وويل: «آيا موږ غواړو افغانستان هرج و مرج ته ورټيل وهو او که دا چې موږ هڅه کوو په دغه هیواد کې ثبات رامنځ ته کړو؟»

هغه زیاته کړه چې تعامل به همدا راز د بشري حقونو په رعایت او د یو جامع او قانوني حکومت په رامنځ ته کولو کې هم هڅونه وکړي.

پاکستان د طالبانو سره ژورې اړيکې لري او په افغانستان کې د امریکا د شل کلنۍ جګړې پر مهال په پر له پسې توګه له دغې ډلې پر ملاتړ تورن شوی دی، هغه څه چې اسلام آباد رد کړي دي.

سويډني وزير وويل چې طالبان تر اوسه پورې په دې نه دي توانیدلي چې ثابته کړي چې دوی نور خپل هغه سخت دريځه سیاست نه تعقیبوي کوم چې د ۱۹۹۶ او ۲۰۰۱ کلونو ترمنځ د خپل حاکميت په لومړۍ دوره کې يې درلود.

فريد دغه راز زیاته کړه چې اوس مهال د اروپايي هیوادونو له پاره وضعيت مناسب نه دی چې په کابل کې خپل سفارتونه بیرته خلاص کړي. اوس مهال د طالبانو او لويديځ تر منځ ډیری ديپلوماتيک فعالیتونه د قطر هیواد له لارې ترسره کيږي. قطر په دې برخه کې د یو مهم همکار په توګه کارول کيږي. د سويډن د پراختيا وزير هم روانه اوونۍ په دوحه کې له قطري چارواکو سره کتلي وو.

د پاکستان د اطلاعاتو وزير وويل چې اوس د دې وخت دی چې امريکا متحده ایالات، چين او نور ابرځواکونه د افغانستان د نوي حکومت د رسميت پيژندلو له پاره يو طرزالعمل ایجاد او د طالبانو د سرپرست حکومت د يو شمیر غړو په ګډون د دغه تحریک غړي د ملګرو ملتونو له تور لیست څخه وباسي.

ا.پ./م.ک.ص./م.ن.ص.