1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزمآسیا

پاکستاني طالبانو د خبرو د پیل له پاره شرط ایښی دی

۱۴۰۰ آبان ۱۵, شنبه

پاکستاني طالبانو د پاکستان له حکومت څخه غوښتي چې د دوی يو شمیر بنديان آزاد کړي. رويټرز د ګڼو منابعو له قوله ليکلي دي چې دوی دغه غوښتنه د بشپړ اوربند د تامين په خاطر، د مذاکراتو د یو شرط په توګه کړې ده.

https://p.dw.com/p/42fYR
Pakistan Taliban-Führer Mullah Fazlullah
انځور: picture-alliance/dpa/Ttp

کنړ ولایت پورې اړوند یوه قوماندان ويلي دی چې پاکستاني طالبانو تر اوسه په دې تړاو دوه ځله ابتدايي مذاکرات کړي دی او دغه مذاکرات د یوه افغان طالب چارواکي په مرسته ترسره شوي دي.

دغې مسئلې ته نژدې منابعو ويلي دي چې دغه مرسته د حقاني د ډلې مشر سراج الدين حقاني له خوا شوې ده. سراج الدین حقاني په افغانستان کې د طالبانو د اوسني حکومت د کورنیو چارو وزیر دی.

د پاکستاني طالبانو درو قوماندانانو ويلي دي چې د بنديانو آزادول د مذاکراتو په برخه کې د اعتماد جوړونې په معنې ده او زیاته کړې ېې ده چې د مذاکراتو نتایج لا تر اوسه روښانه نه دي.

د پاکستان حکومت د پاکستاني طالبانو د دغې غوښتنې په غبرګون کې څه نه دي ويلي.

د پاکستان صدراعظم عمران خان څه موده وړاندې ترکي تلويزیون TRT ته ويلي وو چې حکومت يې د پاکستاني طالبانو له يوې خوا سره د پخلاینې پر خبرو بوخت دی.

پاکستاني طالبان چې د «تحریک طالبان پاکستان» (TTP) په نوم هم ياديږي، له افغان طالبانو څخه جلا ډله ده. اوس چې افغان طالبان په افغانستان کې واک ته رسیدلي، پاکستان هڅه کوی چې د هغوی په مرسته پاکستاني طالبانو سره جوړجاړي ته ورسيږي.