1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان یو ځل بيا د افغانستان سولې ته خپله ژمنتیا اعلان کړه

۱۳۹۸ خرداد ۱۳, دوشنبه

پاکستاني چارواکو د یکشنبې په ورځ یو ځل بیا د افغانستان د سولې له پاره د امریکا له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد، سره په ليدنه کې د افغانستان د سولې له بهیر سره خپله ژمنتیا وښووله.

https://p.dw.com/p/3Je7M
Afghanistan Zalmay Khalilzad in Kabul
انځور: AFP/W. Kohsar

پاکستان چې د افغانستان د سولې په بهیر کې یې نقش ډیر مهم ګڼل کیږي، ویلي دي چې «د جګړي ټول اړخونه دې ته هڅوي چې له رامنځ ته شوې موقع استفاه وکړي او د افغانستان اوږده جګړه د سیاسي جوړجاړي له لارې پای ته ورسوي.»

د دې هیواد د بهرنیو چارو وزارت ویاند محمد فیصل، ویلي دي: «د لومړي وزیر [عمران خان] له لیدلوري سره سم، پاکستان سولې ته خپله ژمنتیا تازه کړه.»

په داسې حال کې چې کابل او واشنګټن پر اسلام آباد باندې د افغانستان په کورنیو چارو کې د لاسوهنې او د طالبانو د ملاتړ تورونه لګوي، خو پاکستان بیا د دغو ادعاو له ردولو سره ټینګار کوي چې پخپله د ترهګرۍ قرباني دی او د یاغیانو د ځپلو له پاره په خپل توان کې هر څه ترسره کوي.

له بلې خوا بیا زلمي خلیلزاد د افغانستان په چارو کې ښکیل هیوادونو ته يو دوه اوونیز سفر پیل کړی دی چې د افغانستان د سولې بهیر له پاره لا زیات ملاتړ ترلاسه کړي. خو طالبانو بیا ټینګار کړی دی چې که څه هم د مذاکراتو دروازې پرانیستي دي، خو دغه ډله به خپلې جګړې ته هم دوام ورکړي.

د سولې له پاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد، به د خپل وروستي سفر په ترڅ کې افغانستان، بیلجیم، آلمان، قطر او متحده عربي اماراتو ته سفر وکړي. هغه هیله څرګنده کړې ده چې د طالبانو په وروستۍ اعلامیه کې د سولې له مذاکراتو څخه د دې ډلې د ملاتړ خبره شوې ده.

خلیلزاد پر خپل تویتر ټولنیزې پاڼې باندې لیکلي دي: «په داسې حال کې چې موږ د جګړې د پای ته رسولو له پاره مذاکرات جاري ساتو، راځئ چې سره یوځای کار وکړو چې تاوتریخوالي کم یا یې سمدسي ودروو.»

خلیلزاد ټینګار کړی: «د افغانانو وژنې باید پای ته ورسیږي.»

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ، د تېر کال په دسمبر میاشت کې له پاکستان څخه د سولې مذاکراتو میز ته د طالبانو په راوستلو کې د مرستې غوښتنه وکړه. خلیلزاد له هغه وخت راهیسې څو وارې پاکستان ته تللی دی او د دې هیواد له چارواکو سره یې د افغانستان د سولې د بهیر په اړه خبرې کړې دي.

(ms/bs(dpa