1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان کې سيلابونه؛ کابو سل زره کسان تخلیه شوي

۱۴۰۲ شهریور ۱, چهارشنبه

د پاکستان د بېړنیو خدماتو ادارې د چهارشنبې په ورځ وويل چې د پنجاب ایالت له سيلاب ځپلو کليو څخه کابو ۱۰۰زره کسان تخلیه شوي دي. چارواکي وايي سيلابونو په سلونو کلي او په زرهاو جرېبه کرهڼيزې ځمکې لاندې کړي دي.

https://p.dw.com/p/4VTx0
Bild des Tages I Flut in Pakistan
انځور: Fareed Khan/AP/picture alliance

رپوټونه وايي د يکشنبې په ورځ د پاکستان په ستلج سيند کې د اوبو سطحې تر لوړېدو وروسته، د دغه هېواد په پنجاب ایالت کې په سلونو کلي او په زرونو کرل شوې ځمکې تر اوبو لاندې شوې.

د پاکستان د بېړنیو خدماتو اداره دا وخت له سيلاب ځپلو سیمو څخه لوړو ځایونو ته د ځايي اوسیدونکو او څارويو پر رایستلو کار کوي.

د پنجاب د بېړنیو خدماتو ادارې ویاند، فاروق احمد، فرانس پرس ته وویل: «موږ یو لک کسان ژغورلي او هغوی مو امن ځایونو ته انتقال کړي دي.»

ورته نور ولولئ: پاکستان د سیلاب ځپلو سیمو بیارغونې ته د اته ميليارده ډالرو غوښتنه کړي

د کاشف محمود په نوم یو ۲۹ کلن ځايي اوسیدونکي وويل: «سيلابونه څو ورځې مخکې راغلل او زموږ ټول کورونه ېې ډوب کړل. موږ ټوله لار تر دې ځایه له ډېرو سختیو سره په پښو مزل کړی دی.»

د پنجاب والي، محسن نقوي، ادعا وکړه چې موسمي ورښتونو په ګاونډ کې هندي چارواکي وهڅول چې خپلې د اوبو اضافي زېرمې ستلج سيند ته خوشي کړي چې دا کار د سرحد پاکستان لور ته د سيلابونو د راوتلو سبب شو.

ملاله یوسفزۍ د پاکستان د تېرکال د سيلابونو پر وخت په سیند ایالت کې په یو کمپ کې د سيلاب ځپلو له کورنیو سره د کتنې پر مهال
ملاله یوسفزۍ د پاکستان د تېرکال د سيلابونو پر وخت په سیند ایالت کې په یو کمپ کې د سيلاب ځپلو له کورنیو سره د کتنې پر مهالانځور: Chief Minister Sindh Province/AFP

ورته نور ولولئ: ملاله يوسفزۍ له سېلاب ځپلو سره مرستي ته ورغلې

په رپوټ کې ويل شوي چې هندي چارواکو په سملاسي توګه په دې هکله څه نه دي ويلي. د پاکستان د پنجاب ایالت د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې په راتلونکو ورځو کې د موسمي ورښتونو اټکل کړی دی چې کېدای شي سخت سيلابونه له ځانه سره ولري.

په پاکستان کې موسمي سيلابونه د جون میاشتې په آخرو کې پیل شوي. له هغه وخت راهيسي له ورښتونو سره په تړاو پېښو کې تر ۱۷۵ ډېر کسان مړه شوي دي. د بېړنیو خدماتو ادارې پر اساس، ډېر دغه کسان د برېښنا د شارټیو او یا هم د کورونو د نړېدو په پېښو کې مړه شوي دي.

ورته نور ولولئ: پاکستان تر سېلابونو وروسته له نارغیو سره مبارزې ته په زرونو ډاکټران ګمارلي

په پنجاب کې وروستي سيلابونه په داسې وخت کې راغلي چې پاکستان لا د تېر کال ويجاړونکو سيلابونو سره له مبارزې نه دی خلاص شوی. د تېرکال سيلابونو د پاکستان نژدې یوه پر درېمه برخه او څه باندې ۳۳ ميلیونه وکړي اغیزمن کړل.

 (AFP)mks/nz