1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستپاکستان

بلوچیستان: د دوو پاکستاني پولیسو په ګډون شپږ تنه وژل شوي

۱۴۰۱ اسفند ۷, یکشنبه

د پاکستان په جنوب غرب کې په دوو جلاو بمي حملو کې د دوو پولیسو په ګډون لږ تر لږه شپږ کسان وژل شوي دي او د پولیسو په ګډون تر لسو ډير کسان ټپيان شوي دي. په پاکستان کې په وروستیو کې د نا امنیو پېښې ډېرې شوي دي.

https://p.dw.com/p/4NzXL
په پاکستاني کې په وروستیو کې د ناامنیو پېښې ډېرې شوي دي - د آرشیف انځور - پیښور
په پاکستاني کې په وروستیو کې د ناامنیو پېښې ډېرې شوي دي - د آرشیف انځور - پیښورانځور: Hussain Ali/Pacific Press Agency/IMAGO

د آلمان خبري آژانس وايي دوه پاکستاني پولیس تېره شپه د بلوچیستان ایالت په خضدار سیمه کې هغه وخت ووژل شول چې پر موټر باندې ېې یو لګول شوی مقناطيسي ماین وچاودید. د ځايي پولیسو یوه چارواکي د يکشنبې په سهار وويل چې په دغه چاودنه کې دوه نور پولیس سخت ټپيان شوي هم دي.

تر دغې پېښې څو ساعته وروسته، د یکشنبې په سهار، یوه چاودنه د بلوچیستان د بارکهان ولسوالۍ د ګڼې ګوڼې په یوه مارکيټ کې وشوه چې لږ تر لږه څلور کسان په کې ووژل شول. په سېمه کې د پولیسو یوه افسر، سجاد افضل، وویل چې په دغه چاودنه کې لس کسان ټپیان شوي هم دي.

نور ولولۍ:آیا پاکستان کولای سي د طالبانو له یاغیتوب سره مقابله وکړي؟

په پاکستان کې تاوتریخوالي تېرکال د اسلام آباد او پاکستاني طالبانو تر منځ د سولې تر میاشتو بې نتيجې مذاکراتو وروسته زور اخیستی دی. دغه مذاکرات د افغان طالبانو د حقاني ډلې په منځګړيتوب ترسره کېدل.

 په وروستيو کې د پاکستان په مهمو ښارونو کې د پر له پسې بریدونو په ادامه، تېره چهارشنبه د پاکستان یو لوړپوړی امنيتي پلاوي د «سختو خبرو» له پاره کابل ته سفر وکړ او له افغان طالب چارواکو سره ېې وکتل.

نور ولولۍ:د پيښور په يوه جومات کې ځانمرګي بريد درنه مرګ ژوبله اړولې

پاکستان ادعا کوي چې د پاکستان ضد اورپکي په افغانستان کې دي او له هغه ځایه په پاکستان کې خپل بریدونه تنظیموي. د آلمان خبري آژانس په حواله، پاکستاني پلاوي له طالب چارواکو وغوښتل تر څو د دغو اورپکو پر ضد اقدامات وکړي. خو افغان طالبان بيا تل دغه ډول تورونه ردوي او ډاډ ورکوي چې د افغانستان خاوره به د هيڅ هيواد پر ضد نه کارول کيږي.

د افغان طالبانو د بهرنيو چارو سرپرست وزير امیرخان متقي په پېښور کې د وروستي یوه خونړۍ بريد وروسته د پاکستان د ورته یوې ادعاو په غبرګون کې ويلي وو چې پاکستان دې خپل مشکل په خپله خاوره کې حل کړې او د خپل بام واوره دې د بل په پام نه اوراچوي.

نور ولولۍ:د پاکستان تحریک طالبان د لا زیاتو بریدونو ګواښ کړی

بلوچیستان د پاکستان تر ټولو لوی ایالت دی چې افغانستان او ایران سره ګډې پولې لري. په دغه ایالت کې په منظم ډول د اسلامپاله وسلوالو، مذهبي ډلو او ملتپاله بېلتون غوښتونکو له خوا بریدونه ترسره کیږي.