1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
بشري حقونهپاکستان

آیا پاکستان کولای سي د طالبانو له یاغیتوب سره مقابله وکړي؟

۱۴۰۱ بهمن ۱۳, پنجشنبه

د پاکستان په یوه مسجد کې وروستۍ ځانمرګی برید چي په لسهاوو پولیس پکښې ووژل سول په دې وروستیو کلنو کي تر ټولو خونړی بريد ګڼل کېږي. دا برید د پاکستاني طالبانو د قهر او غوصي هغه څپه ښيي چي حکومت يې موخه ده.

https://p.dw.com/p/4N1kq
Pakistan Peshawar Explosion der Polizeilinie
انځور: Faridullah Khan/DW

کوم وخت چي افغان طالبان د ۲۰۲۱م کال په اګست میاشت کي بیا په افغانستان کي واک ته ورسېدل، پاکستاني چارواکو ګواښ وکړ چي د پاکستاني طالبانو غورځنګ «ټي ټي پي» چي د افغان طالبانو ملګري دي، له کلنو وروسته به يې تروریستي بریدونه ډېر سي. 

هغه مهال چي د پاکستاني طالبانو غورځنګ په نومبر میاشت کي د پاکستان له حکومت سره اوربند پای ته ورسوی، خپلو جنګیالیانو ته يې امر وکړی چې «په ټول هیواد او هرځای کي چي امکان ولري» بریدونو ته دوام ورکړي. هغه ؤ، چي په ټول پاکستان کي بریدونه پیل سول.

په پاکستان کي د ۲۰۲۲م کال د امنیتي پيښو د هغه راپور پربنسټ چي د سولي د مطالعاتو انستیتوت له خوا په جنورۍ میاشت کي خپور سوی، راغلي دي چي د پروسږکال په پرتله سږکال په دغه هیواد کي ۲۷سلنه تروریستي بریدونه ډېر سوي دي.

اړوند: د «ټي ټي پي» هدف څه دی او له افغان طالبانو سره څه اړيکه لري؟

په یاد راپور کي پروسږکال د ۲۶۲ بریدونو یادونه سوې ده چي له دې شمېر څخه ۸۶ بریدونه د پاکستاني طالبانو غورځنګ کړي دي.

وروستی برید (ځانمرګی) د دوشنبې په ورځ د پېښور په یوه مسجد کي وسو چي د راپورونو له مخي نيږدې ۱۰۰ کسان پکښې ووژل سول. یاده ناامنه سیمه د افغانستان پولي ته نژدې او د ترهګرۍ له پاره یو مناسب ځای ګڼل کیږي.

پاکستان/ د وژل سویو پولیسو تابوتونه
پاکستان/ د وژل سویو پولیسو تابوتونه انځور: Str./AFP/Getty Images

د دې پيښي ډېر قربانیان د پولیسو مشران ول چي د ماپښين لمانځه ته راغلي ول.د یاد مسجد دېوالونه په امنیتي خښتو پوښلي دي. دا پر کابل د طالبانو له واکمنۍ څخه وروسته لومړی خونړی برید دی چي په پاکستان کي رامنځته کیږي.

په لومړیو کي د پاکستاني طالبانو یو مسئول د سربکف مومند په نامه د دغي چاودني مسئولیت منلی او ویلي دي چي دا برید يې د خپل یو جنګیالي، چي پروسږکال وژل سوی ؤ د «غچ» په بدل کي کړی دی. 

اړوند: پاکستاني طالبانو پر پوليسو د بريد مسئوليت منلی دی

خو وروسته د پاکستاني طالبانو ویاند په دې برید کي لاس لرل رد کړل او ادعاء يې وکړه: «پر مسجدونو برید د دې ډلي له قوانینو سره سمون نه لري.»

له دې سره، چي د «ټي ټي پي» يا پاکستاني طالبانو هستې په دغه برید کي لاس لرل رد کړي، خو د دې ډلي یوه پیاوړې څانګه جمعیت الاحرار بیا د حملې مسئولیت منلی او ویلي يې دي

چي دغه برید يې پروسږکال د هغه برید په ځواب کي کړی دی چي په هغه کي د دوی  مشر عمر خالد خرسانی ووژل سو. 

جمعیت الاحرار د پاکستاني طالبانو یوه ځواکمنه څانګه ده چي د پاکستان پر امنیتي ځواکونو او مذهبي لږکیو باندي په څو همږغو بریدونو کي لاس لري. د پاکستاني طالبانو نوموړې څانګه

په  د ۲۰۱۶م کال کي د لاهور ښار په هغه برید کي هم لاس لري چي په یو پارک کي يې نژدې ۷۵ تنه ووژل. 

پاکستان/ په پېښور کي د پولیسو په منځ کي چاودنه
پاکستان/ په پېښور کي د پولیسو په منځ کي چاودنه انځور: Faridullah Khan/DW

پاکستاني طالبان څه غواړي؟

د پاکستان له حکومت او پوځ څخه د پاکستاني طالبانو اصلي غوښتنه داده چي د هیواد په شمال لوېدیځ کي خپل موجودیت لږ کړي. 

نوموړې ډله کله ناکله په یاده سیمه کي پر هغو ځایونو بریدونه کوي، چي حکومت پکښي حضور لري.  

د پاکستاني طالبانو په چوکاټ کي یو څو سني سختدریځي ډلي سته، چي له ۲۰۰۷م کال راهیسي د پاکستان حکومت پر وړاندي يې مرګوني بریدونه راپيل کړي دي. 

پاکستاني طالبان له افغان طالبانو څخه جلا ډله ده، خو دوی د افغان طالبانو د مشر ملاتړ اعلان کړی.

اړوند: پاکستاني طالبانو په لکي مروت کې د دوو پوليسو وژل تائيد کړي

پاکستان په ۲۰۰۸م کال کي پر دغه ډلي بندیزونه ولګوله، ځکه دا ډله په ټول پاکستان کي په ځینو بريدونو کي مسئوله پېژندل کیږي. 

نوموړي ډلي په ۲۰۱۴م کال کې په پېښور کي پر یو ښوونځي مرګونی برید وکړ، په هغه برید کي ۱۵۰ کسان چي ډېر يې زده کوونکي ول ووژل سول. 

پاکستاني طالبان د ملګرو ملتونو او امریکا متحده ایالاتونو له خوا هم یوه تروریستي ډله اعلان سوې ده، هغه ډله چي په بریدونو کي يې په زرهاوو ملکیان او د پاکستان امنیتي منسوبین وژل سوي دي. 

«پاکستاني طالبان، پاکستان ته یو لوی او پراخېدونکی ګواښ»

نوموړي ډلي د هغه اوربند پرمهال لاهم چي په نومبر میاشت کي پای ته ورسید، خپلو بریدونو ته دوام ورکړی.

څېړونکي د «ټي ټي پي» يا پاکستاني طالبانو پر وړاندي د اسلام اباد «نرم» چلند او د سولي خبرو ته د هغوی بلنه د بغاوت او تروریزم د زیاتېدو اصلي ريښه ګڼي.

د خیبر پښتونخوا په مشرانو جرګه کي مخکني غړي افراسیاب خټک دویچه ویله ته وویل: «په پاکستان کي د ترهګرۍ د مهارولو له پاره د نرم سیاست پرځای ځپونکو عملیاتو ته اړتیا ده.»

هغه زیاتوي، حکومت باید له « تروریستانو» سره هیڅ خبري ونه کړي. 

اړوند: پېښور: د وسله والو په برید کې د پولیسو درې افسران وژل شوي

د پاکستان د باندنیو چارو وزیر بلاول زرداري بوټو د تروریستي ډلو په ځانګړي ډول د «ټي ټي پي» پر وړاندي د مخکني حکومت پر سیاست نیوه وکړه. 

زرداري بوټو د الجزیرې ټلویزیون قطري څانګي سره د مرکې پرمهال وویل، مخکني لومړي وزیر عمران خان «ټي ټي پي» ډله په خیبر پښتونخوا ایالت کي په بشپړه ډول ونه ځپل. هغه زیاته کړه، همدا سبب دی چي اوس «ټي ټي پي» د دوی له ډلي سره د عمران خان د زړه تړلي سیاست پالیسۍ ته ځواب وايي. 

پاکستان/ په پېښور کي د چاودني ټپیان د روغتون په امبولانس کي
پاکستان/ په پېښور کي د چاودني ټپیان د روغتون په امبولانس کي انځور: ABDUL MAJEED/AFP/Getty Images

مدیحه افضل په بروکنیګز انستیتوت کي چي د پاکستان چاري څاري یو څېړونکی دی، هغه وایی: «اوس ټي ټي پي د پاکستان پروړاندي یو پراخېدونکی ګواښ دی. »  

هغه دویچه ویله ته وویل: «په افغانستان کي د طالبانو واک ته رسېدل او په دې وروستیو کلنو کي د ټي ټي پي پر وړاندي د پاکستان پټ او زړه نازړه حالت هغوی ډېر زړور کړي دي.

پاکستان په دې وروستیو کلنو کي څو واري هڅه کړې ده چي خبري اتري ورسره وکړي، خو دا خبري ځکه تل ناکامي سوي دي، چي نوموړې ډله د پاکستان د حکومت موجودیت او اساسي قانون نه مني.»

اړوند: پاکستان: هیڅ هیواد ته اجازه نه ورکوو چې ترهګرو ته ځای ورکړي

هغه زیاتوي: «اوس حکومت ښايي چي د دې ډلي پر وړاندي د ۲۰۱۴م کال په ډول پراخ پوځي عملیات شروع کړي. خو اوس دا موضوع په دې دلیل پېچلې سوې ده، چي ټي ټي پي کولای سي د کرښي ها غاړي ته د طالبانو تر کنټرول لاندي افغانستان ته ور واوړي او پاکستان له یو داسي پراخ تروریزم سره مخامخ کړي چي مهارول يې د پاکستان د توان کار نه دی.»

دا په داسي حال کي ده چي له یوې خوا په پاکستان کي د «ټي ټي پي» کلک بریدونه امنیتي وضعیت نور ترینګلی کوي او له بلي خوا دغه هیواد له اوږد څپڅپاند اقتصادي حالت سره هم مخامخ دی.

په امریکا متحده ایالاتو کي د پاکستان مخکنۍ سفیره ملیحه لودهي وايي: «دا بریدونه په داسي وخت کي کیږي چي د هیواد اقتصاد مخ پر ځوړ دی، حکومت باید دغه حالت ته کلکه پاملرنه وکړي او په دې ډاډه سي چي ګواښونه نه سي کولای، د هیواد امنیت اغیزمن کړي.»

پاکستان/ په پېښور کي ځانمرګی برید
پاکستان/ په پېښور کي ځانمرګی برید انځور: Fayaz Aziz/REUTERS

دا زیاتوي: «پاکستان د تروریستانو د پراخو بریدونو شاهد دی. له هغه وخت راهیسي چي په افغانستان کي طالبان واک ته رسیدلي دي، ورسره سم دغه بریدونه اوج ته رسیدلي دي، د پېښور له برید وروسته يې لا امنیتي ستونزي جوړي کړي دي، چي اوس نو د قانون عملي کوونکو بنسټونو ته په کار ده چي د تروریستانو پر وړاندي خپل چمتووالی او اقدامات ډېر کړي.»

افغانستان، یوه دوامداره امنیتي ستونزه 

د «ټي ټي پي» اکثره مشران له افغانستان څخه چي له پاکستان سره ۲۶۰۰ کیلو متره پوله لري خپلي چاري سمبالوي. له هغه وخت راهیسي چي په ۲۰۲۱م کال کي امریکايي ځواکونه له

افغانستان څخه ووتل د ټي ټي پي مشرانو او جنګیالیانو ته د افغان طالبانو لخوا پټ امنیتي ځایونه چمتو سوي دي. 

اړوند: «په پنجاب کې د پاکستان دوه استخباراتي افسران وژل شوي»

له دې څخه معلومیږي چي د پېښور وروستی برید د پاکستان او په افغانستان کي د طالبانو د حکومت ترمنځ اړیکي ترینګلي کړي دي.

په پېښور کي د دوشنبې ورځي له بمي چاودني یو څو ګړیه وروسته د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رانا ثناء الله وویل، افغان طالبان باید له نړيوالي ټولني سره هغه ژمني عملي کړي چي

ویلي ول، هیڅ تروریستي ډلي ته اجازه نه ورکوي چي د افغانستان خاوره د نورو هیوادونو پر وړاندي وکاروي. 

د پاکستان پوځ له ۲۰۰۹م کال راهیسي افغان پولي ته څېرمه په قبایلي سیمو کي څو واري نظامي عملیات کړي دي. تیرو پوځي عملیاتو پاکستاني طالبانو ته سخته ماته ورکړې او ددې ډلي جنګیالي يې له پاکستانه شړلي ول.

زموږ له ارشیف څخه : 

آیا د طالبانو په هکله د پاکستان سیاست کې بدلون راغلی؟