1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان؛ يوې افغانې په کور کې ماشومانو ته ښوونځی جوړ کړی

۱۴۰۲ آبان ۱۵, دوشنبه

افغان ماشومان د پاکستان په دولتي ښوونځیو کې د شاملېدو اجازه او په خصوصي ښوونځیو کې د سبق ویلو لپاره اقتصادي توان نه لري. همدې ستونزې ته په کتو ډېرو افغانانو ښوونځي جوړ کړي چې فرشتې غزنوي هم په دغه ابتکار لاس پورې کړی دی.

https://p.dw.com/p/4YSnk
Pakistan | Privatschulen unterrichten afghanische Flüchtlinge
انځور: DW

پر افغانستان باندي د طالبانو په بيا واکمنېدو سره هغه افغانان چې ژوند یې له ګواښونو سره مخامخ وو؛ د خپل هېواد پرېښودو ته اړ شول او کډوال منونکو هيوادونو ته د وتلو لپاره؛ تر ډېره د افغانستان ګاونډیو هېوادونو ته لاړل.

د تاجکستان، ازبکستان، ایران ترڅنګ ډېر افغانان د ماشومانو په ګډون د خپلو کورنیو له غړو سره پاکستان ته کډوال شول چې اوس د ژوند تر ټولو سختې شپې ورځې تېروي.

دغه کورنۍ د امنیتي، اقتصادي، ټولنیزو او روغتیايي ستونزو ترڅنګ د خپلو ماشومانو له بې‌سواده پاتېدو هم سر ټکوي او وايي د دې ستونزې له امله سخت اندېښمن دي.

خو د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې یوه افغانه مېرمن د ورځې په اوږدو کې دوه وخته یو شمېر افغان ماشومان چې د دې په ګاونډ کې اوسېږي را ټولوي او په خپل کور کې وړیا زده کړې ورکوي.

دا مېرمن فرشته غزنوي نومېږي او د اسلام اباد - بهارکو سیمه کې اوسېږي. هغه وايي کله چې پاکستان ته راغله ويې لېدل چې ډېر افغان ماشومان له لومړنیو زده کړو پاتې دي او بې برخلیکه ګرځي، نو يې وپتېیله چې دوی ته به په کور کې د زده کړې زمينه برابره کړي.

مېرمن غزنوي د ورځې دوه ساعته ماشومانو ته سبق ښيي او وايي چې دغو زده‌کوونکو ته یې په خپل لګښت کتابونه له افغانستان څخه راغوښتي او موخه یې داده چې دغه ماشومان له زده کړو سره آشنا شي.

فرشته غزنوي وايي: «ډېر افغان ماشومان له خپلو کورنیو سره پاکستان ته راغلي دي او دلته په کوڅو او پارکونو کې ګرځي. له درسونو پاتې دي. زه سخته ورته زورېږم. خپله هم کډواله یم سختې ستونزې لرم؛ خو بیا هم ددې لپاره چې دا ماشومان له ښوونځي د لېريوالي له امله له بدې راتلوونکې سره مخامخ نه شي، د دوی له والدینو سره مې خبرې وکړې کور په کور وګرځېدم، هغوی هم خوشحاله شول. اوس ماشومان دلته زما کور ته راځي یوه کوټه مې ورته ځانګړې کړې، له غرمې وروسته دوه وخته راټولېږي او د الله د رضا په خاطر سبق ورته وایم.»

په زرګونه کډوال له افغانستان سره پر پوله بند پاتې دي

غزنوي چې په افغانستان کې مدني فعاله او د بشري حقونو يوه مدافع وه، تر څنګ یې د ښوونکې په توګه هم کار کړی دی. نوموړې اوس هم له یوه بنسټ سره انلاین کار کوي او همداراز په افغانستان کې د (څرک انلاین سکول) په نامه یو شمېر نجونو ته د ساینسي مضامینو انلاین زده کړې ورکوي.

هغه وايي چې اوس د افغان ماشومانو بې برخلیکه ژوند ته سخته خواشینې ده او له نړیوالې ټولنې غواړي، څو د ماشومانو د ښې راتلوونکې لپاره په جلا‌وطنۍ کې د افغانانو لاس نیوي ته ور ودانګي.

مېرمن غزنوي د ماشومانو ترڅنګ څو مېرمنو ته د سواد زده کړې سبق هم وايي او همداراز د یو شمېر کورنیو ښځو او ماشومانو ته د انګلیسي ژبې زده کړه هم ورکوي.

د هغې په خبره: «دا شمېر کسان چې اوس په پاکستان کې اوسېږي، امریکا، کاناډا، برېتانیا او یو شمېر نورو هيوادونو ته د تلو لپاره کېسونه ثبت کړي دي، خو دوی له انګلیسي ژبې سره بلد نه دي. که د دوی قضیې ومنل شي او لاړ شي؛ ښايي هلته بیا له ستونزو سره مخامخ شي. نو د دې لپاره چې دوی هغو هیوادونو ته له رسېدو سره حد اقل خپلې لومړنۍ ستونزې حل کړای شي؛ ما دا صنف شروع کړی او د خپل توان پر اساس همدې شمېر مېرمنو، نجونو او نورو زده‌کوونکو ته انګلیسي هم وایم.»

یاده مېرمن له نورو زده کړو مېرمنو او نارینه وو غواړي که فرصت لري، د خپلو اولادونو ترڅنګ دې نورو ماشومانو ته په ورځ کې یو ساعت د سبق ویلو وخت ورکړي.

فرشته غزنوي وایي: «زه چې کله دې کسانو ته سبق ووایم او بیا یې بېرته تکراره وي او سبق یې زده کړی وي سخته خوشحاله شم. ځکه په ما مې وطن ګران دی او فکر کوم چې د وطن ابادۍ لپاره مې کار وکړ او دا مې په ځان فرض ګڼم چې ماشومانو ته زده کړه ورکړم.»

فرشته غزنوي وايي په افغانستان کې ورته ګواښ متوجه وو، لس میاشتې وړاندې پاکستان ته را تښتېدلې ده او په خبره يې له سختو ستونزو سره مخامخ ده او بې برخلیکه ژوند لري. هغه وايي چې د پاکستان حکومت وروستۍ پرېکړې ته چې افغانان بېرته افغانستان ته شړي سخته اندېښمنه ده، او که دوی بېرته هېواد ته وګرځول شي، نو هلته به ښایي خپل ژوند له لاسه ورکړي.

په دې کورني ټولګي کې زده کوونکي هم خوشحاله دي او ډېره په مینه زده‌کړو ته راځي. د رحیم‌الله په نامه یو لس کلن ماشوم وايي دوهم ټولګی یې په افغانستان کې ولوست او اول نومره وو: «کله چې موږ پاکستان ته راغلو دلته مو سبقونه پاتې شول، اوس استاد فرشته سبق را ته وايي، خو ښوونځی نشته، سبق کور کې وایو. زه باید سبق ووایم او ښه سړی شم.»

مېرمن غزنوي د ماشومانو ترڅنګ څو مېرمنو ته د سواد زده کړې سبق هم وايي او همداراز د یو شمېر کورنیو ښځو او ماشومانو ته د انګلیسي ژبې زده کړه هم ورکوي.
مېرمن غزنوي د ماشومانو ترڅنګ څو مېرمنو ته د سواد زده کړې سبق هم وايي او همداراز د یو شمېر کورنیو ښځو او ماشومانو ته د انګلیسي ژبې زده کړه هم ورکوي.انځور: DW

د ماشومانو د کورنۍ مشران وايي چې په پاکستاني دولتي ښوونځیو کې افغان ماشومان د شاملېدو اجازه نه لري او په خصوصي ښوونځیو کې بیا دوی د فیس ورکړې توان نه لري.

د رئیسې نجیب په نامه یوه مېرمن چې اوس یې دوه ماشومان په دې کورني ټولګي شامل دي، وايي چې د پاکستان په خصوصي ښوونځیو کې که خپل ماشومان شامل هم کړي سبق نه شي زده کولای، ځکه د دوی ماشومان د ژبې له ستونزې سره مخ دي. په پاکستانی ښوونځیو کې سبقونه په اردو ژبه تدریس کیږي: «ډېره خفه یم، اولادونه خو مې اوس له درسونو پاتې دي. موږ فکر کاوو چې ښايي پاکستان کې ډېر پاتې نه شو. خو دادی یو نیم‌ کال مو ووت. لاهم معلومه نه ده چې څه به کېږي.»

خو په پاکستان کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ یا UNHCR ویاند ښاغلی قیصر افریدی وايي: «د تعلیم په برخه کې اصلي ستونزه له حکومت سره د کډوالو د ثبت موضوع ده، که دغه ریجسترېشن وشي، نو موږ ته به یو مساعد چاپېریال برابر شي، څو ملاتړ يې وکړو. اوس خو یې حکومت نه راجستر کوي. که حکومت دوی راجستر کړي بیا به د ښوونځیو ستونزې هم حل شي.»

ورته مهال د بشري حقونو یوه فعاله افغانه مېرمن مونسه مبارز پر نړیوالو غږ کوي چې د افغان ماشومانو د زده کړو په اړه پټه خوله پاتې نشي، ځکه په پاکستان او نورو هېوادونو کې کډوال افغان ماشومان زده کړو ته لاسرسی نه لري.

پاکستان: افغان مهاجر د پاکستان له چلنده شکایت کوي

نوموړې زیاتوي: «دا ماشومان له بشري حق یعنې زده کړو نه محروم دي. نو نړۍ نشي کولی د یوه نسل یا د یوې جغرافيې اړوند انسانانو په اړه بې ‌تفاوته اوسي او خپله خوله پټه کړي. نړیوال باید په دې وپوهېږي چې دوی د ماشومانو د نړیوال کنوانسیون له مخکښانو څخه دي چې هلته د ماشومانو د حقونو په اړه یادونه شوې.»

دا په داسې حال کې دی چې UNHCR د پاکستان د حکومت د خپرو کړو شمېرو پراساس وايي چې د ۲۰۲۱م کال له پیل څخه تر اوسه شاوخوا ۶۰۰ زره افغان کډوال پاکستان ته راغلي دي چې د دوی په منځ کې ماشومان او ځوانان هم شته. د چارو پوهان د افغان ماشومانو او ځوانانو راتلوونکی تیاره ګڼي او وايي چې که دا وضعیت همداسې دوام وکړي، د هېواد پر راتلوونکې به لا ډېرې بدې اغیزې ولري.

ش.ه / خ. ح / ن. ز

DW Academy - Disclaimer - PAS
انځور: DW Akademie