1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
دين

پاکستان غواړي د روژې پيل او ختم ساينس پوهان ورته معلوم کړي

۱۳۹۸ اردیبهشت ۲۱, شنبه

پاکستان غواړي د ساينس پوهانو داسې یوه کمیټه جوړه کړي چې وکولای شي د راتلونکو پنځو کلونو له پاره د روژې میاشتې او اخترونو ترڅنګ د نورو مذهبي ورځو تاریخونه مشخص کړي.

https://p.dw.com/p/3IKts
Mondsichel über einer Moschee
انځور: picture-alliance/dpa/J. Ferrari

د اسلامي لارښوونو له مخې په عنعنوي توګه د روژې میاشت هغه وخت پيلیږي، چې یو یا څو تنه مسلمانان د سپوږمۍ د لیدلو شاهدي ورکړي.

له کلونو راهیسې د پاکستان په مختلفو برخو کې د روژې میاشت د یوې یا دوو ورځو په توپير پيلیږي. په ځانګړي توګه د خیبر پښتونخوا ډیر اوسیدونکي د سعودي عربستان له اعلان سره سم روژه نيسي، خو حکومت بیا له هغه وروسته د روژې پيل اعلانوي چې د «رویت الحلال کمیټي» په نوم د علماو کمیټه (چې د تلیسکوپونو په وسیله د سپوږمۍ د لیدلو مسئولیت لري) تائيد کړي چې سپوږمۍ ولیدل شوه.

اوس د پاکستان حکومت غواړي چې د ساينس پوهانو یوه ډله دې د راتلونکي پنځو تر لسو کلونو پورې اسلامي جنتري جوړه او په هغې کې دې د روژې میاشت پيل، محرم او د دواړو اخترونو تر څنګ نورې مهمې ورځې مخکې له مخکې معلومې کړي.

د پاکستان د ټکنالوژۍ وزیر فواد چوهدري په تویتر کې د یوه لنډ ویډیوي پيغام په ترڅ کې ویلي دي: دا چې د دغې کمیټې (رويت الحلال) پریکړه څومره دقیقه ده، یوه شخړیزه موضوع ده. د چوهدري په خبره هر کال له دې امله جنجال رامنځته کیږي. نوموړی انتقاد کوي چې دغه کمیټه د خپلې محاسبې له پاره له تلیسکوپ څخه استفاده کوي: «کله چې مودرنه وسایل په اختیار کې لرو چې دقیق تاریخ معلومولای شي، بیا نو پوښتنه دا ده چې ولی له نوي ټکنالوژۍ څخه ګټه وا نه خیستلای شي.»

هغه زیاته کړې ده چې د ساينس او ټکنالوژۍ وزارت له دې امله د ساينس، هوا پيژندنې او فضایي آژانس د کارپوهانو یوه ډله جوړوي چې په راتلونکي کې به ۱۰۰ فیصده دقیقه پریکړه وکړي.

خو د «رویت الحلال کمیټي» مشر مفتي منیب الرحمن بیا د فواد چوهدري د خبرو پر وړاندي سخت غبرګون ښودلی دی.

هغه په کراچۍ ښار کې یوه خبري کنفرانس ته د وینا پر مهال خبرداری ورکړ: «چوهدري باید له دې موضوع څخه ځان لیري وساتي. هغه وزیران چې د مذهبي مسائلو په اړه کافي معلومات نه لري، باید د دیني حساسو موضوعاتو په اړه څرګندونې ونه کړي.»

سږ کال هم د پیښور یوه مشهور ديني عالم مولانا شهاب الدين پوپلزي، د دې کمیټې له خوا د روژې میاشت تر اعلان یوه ورځ مخکې د سپوږمې د لیدل کیدو او روژې د پيلیدو اعلان کړی وو. د دواړو خواو ترمنځ د تفاهم رامنځته کولو په برخه کې کوښښونه تر اوسه پورې ناکامه شوي دي.

آژانسونه/ ش. ن/ ن. ز