1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ولي د ټولو مسلمانانو د روژې پيل او ختم په يوه ورځ نه دی؟

۱۳۹۸ اردیبهشت ۱۷, سه‌شنبه

که څه هم زيات مسلمانان دا هيله څرګندوي چي اخترونه او لمانځنې يې په يوه ورځ وي، خو بيا هم دغه مراسم په بيلو ورځو وي. دليل يې څه دی؟ ښايي د دغي ستونزي د حل له پاره علمي لاره وي.

https://p.dw.com/p/3I3vg
Tunesien Ramadan, Mondbeobachtung
انځور: picture-alliance/Anadolu Agency/A. Landoulsi

اسلامي هيوادونه د اسلامي قمري تقويم پر اساس د مياشتو پېل او په دې توګه د ديني مراسمو لکه روژې پېل او د اخترونو ورځې تعينوي. د قمري تقويم د حساب له مخي يوه مياشت حد اقل ۲۹ او حد اکثر۳۰ ورځي وي. اکثره اسلامي هيوادونه د سپوږمۍ له پاره د رويت هلال کمېټې لري. هغوی په رسمي توګه د اسلامي مياشتو د پېل د اعلان دنده پر غاړه لري.

د افغانستان په گډون يو شمېر نور اسلامي هيوادونه بيا د روژې پېل او اخترونه له سعودي عربستان سره يوځای لمانځي. نور هيوادونه بيا غواړي چي په دغه موضوع کي د پرېکړي آزادي ولري.

په داسي حال کي چي د اسلامي هيوادونو جغرافيه او په همدې شان موسمي حالات فرق کوي، نو دا ممکنه نه ده چي په ټولو هيوادونو کي دي په يوه ورځ سپوږمۍ وليدل سي. له همدې وجې په ځينو اسلامي هيوادونو کي اخترونه په بيلو ورځو وي. خو دا چي انټرنټ او نوي تخنیک نړۍ په يو داسي کلي بدله کړې ده چي د واټن تناوونه يې رالنډ سوي دي، زيات مسلمانان په بيلو ورځو د خپلو ديني اخترونو او د نورو مهمو مراسمو لمانځنه د يوې ستونزې په توگه ويني. هغوی دا هيله لري چي ټول مسلمانان په يوه ورځ مشترکه لمانځنه ولري.

دا چي د نوي مياشتي د تلاښ موضوع څومره جنجالي ده، څوک يې تقريبا هرکال په پاکستان کي تجربه کولای سي. نژدې هرکال په دغه هيواد کي پر ياده موضوع اختلافات راولاړيږي او په ترڅ کي يې د هيواد ځیني برخي په يوه ورځ روژه او اختر کوي او نوري برخي يې په بله ورځ.

سږکال بيا د رسمي رويت هلال کمېټې او د هيواد د نورو برخو له خوا د روژې د اعلان تر منځ د يوې ورځي توپېر راغلی. په داسي حال کي چي د پېښور زياتو اوسېدونکو د ځايي مشهور مسجد له اعلان سره سم د دوشنبې په ورځ (۲۰۱۹ کال د می ۶مه نېټه) لومړۍ روژه نيسي او نور پاکستان يوه ورځ وروسته.

زيات وختونه هغه ملا امامان او د رويت هلال کميټې سره مخالف عالمان د پوليسو له خوا نه يوازي دا چي توقيف ته اچول کيږي، بلکي ځيني وختونه خبره کوڅو و تاوتريخوالي ته هم رسيږي.

د پاکستان د ساينس او تخنيک وزير فواد چودهدري دغه اونۍ اعلان وکړ چي له ۲۰۲۰م کال څخه به پاکستان د نوي علمي ميتود او محاسبې له مخي د روژې د پېل او اخترونو ورځي تعينوي. خو دا چي ايا دغه وزير به په رشتيا د خپل اعلان په عملي کولو کي بريالی سي که نه، دا پوښتنه به وخت جواب کړي. البته دا خبره روښانه ده چي زيات علما د نوي ميتود له مخي د نوي مياشت د معلومولو پر ځای په سترګو ليدلې مياشت او ګواهانانو پخواني ميتود ته لومړيتوب ورکوي.

د نوي مياشتي د معلومولو پر ميتودونو نه يوازي دا چي عالمان تاوده بحثونه کوي، بلکي زيات ځوان مسلمانان هم پر انټرنټ پر دغه موضوع دلايل سره تبادله کوي. لکه يو ځوان مسلمان چي د بحث په يو انټرنټي فوروم کي ليکلي: «موږ د دې پر ځای چي د لمر مقام وڅارو پر ځای يې د ساينسي ميتودونو پر اساس محاسبه سوي وختونه د آذان او لمونځ د وختونو له پاره استعمالوو. نو موږ ولي همدغه لاره د نوي مياشتي د ليدلو له پاره وکاروو؟».

ارشيف: