1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستپاکستان

پاکستان د وژل شويو چينايانو کورنيو ته تاوان ورکوي

۱۴۰۳ خرداد ۴, جمعه

پاکستان بايد د هغو پنځو چينايانو کورنيو ته چې په دغه هېواد کې په يوه ځانمرګي بريد کې وژل شوي، ۲،۵۸ ميليونه ډالره د تاوان په توګه ورکړي. په پېښه کې د وژل شوي پاکستاني موټر چلوونکي کورنۍ به هم تاوان ترلاسه کړي.

https://p.dw.com/p/4gDo3
د خیبر پښتونخوا په بشام سیمه کې د چينايي انجينرانو پر موټر بريد
د خیبر پښتونخوا په بشام سیمه کې د چينايي انجينرانو پر موټر بريدانځور: AP/picture alliance

د پاکستان د مالیې وزارت ويلي دي چې ۲،۵۸ ميليون امريکايي ډالر به د جبران په توګه د هغو پنځو چينايي انجينرانو کورنيو ته ورکړي چې په مارچ میاشت کې د هېواد په شمال لوېديځ کې ووژل شول.

دا چينایي وګړي د خيبر پښتونخوا په بشام سيمه کې هغه وخت د بريد هدف ګرځيدلي ول چې د »داسو« بند پر لور چېرې چې يې کار کاوه، روان ول. د داسو بند د پاکستان تر ټولو ستر بند بلل کيږي چې د چین د یوه کمربند یوې لارې سترې اقتصادي پروژې برخه ده.

وزارت پنجشنبه د شپې د يوې اعلامیې په خپرولو سره ويلي دي چې حکومت به د هغه پاکستاني موټر چلوونکي کورنۍ ته هم ۸۹۵۰ ډالر ورکړي چې د روان میلادي کار د مارچ مياشتې د ۲۶مې نېټې په بريد کې ووژل شو.

تر دې بريد وروسته د پاکستان حکومت ويلي ول چې دا په افغانستان کې پلان شوی وو او بريد کوونکی هم افغان وو. خو په افغانستان کې د طالبانو حکومت او پاکستاني وسله والو دا تورونه رد کړل.

په اعلاميه کې ويل شوي دي چې د تاوان د ورکړې پريکړه په يوه غونډه کې وشوه چې مشرتوب یې د مالیې وزير محمد اورنګزيب، کوله.

په زرونه چينايان د چين – پاکستان اقتصادي دهلیز سره تړاو لرونکو پروژو په چوکاټ کې په پاکستان کې په کار بوخت دي. په دې وروستيو کې کلونو دوی د هغو وسله والو هدف ګرځېدلي چې چينايان د پاکستان د طبيعي زيرمو په لوټ کولو تورنوي.

ب. ص/ ن. ز (AP)

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب