1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستپاکستان

پاکستان؛ د وسله والو په برید کې لس امنیتي کسان وژل شوي دي

۱۴۰۲ بهمن ۱۶, دوشنبه

د پاکستان چارواکي وايي چې د دوشنبې په سهار په راکیټونو، توپکو او لاسي بمونو سمبال وسله والو د خیبرپښتونخوا ډیره اسماعیل خان کې پر یوې پوستې برید کړی دی، چې ۱۰ امنیتي ځواکونه پکې وژل شوي دي.

https://p.dw.com/p/4c2jv
Pakistan | Polizeibeamte mit Imran Khans Frau Bushra Bibi
انځور: W.K. Yousafzai/AP Photo/picture alliance

د پولیسو یوه افسر انیس الحسن اسوشیېتید پریس خبري اژانس ته ویلي دي، چې دا برید له افغانستان سره پولې ته نیږدې د خیبرپښتونخوا ډیره اسماعیل خان کې د پولیسو پر پوستې شوی دی، چې پکې د لسو امنیتي ځواکونو د وژل کېدو تر څنګ شپږ نور پولیس ټپیان شوي دي. تر اوسه د دې برید مسئولیت کومې وسله والې ډلې نه دی منلی.

له دې پېښې دوې میاشتې مخکې په همدې سیمه کې د پولیسو پر یوه مرکز یوه موټربم برید کې لږ تر لږه ۲۳ سرتیري ووژل شول او ۳۲ نور ټپیان شول. د هغه برید مسئولیت په پاکستان  کې یوې نوې جوړې شوې ډلې «تحریک جهاد پاکستان» ومانه. دغه ډله هم د پاکستاني طالبانو اړوند ګروپ ګڼل کېږي.

په ډيره اسماعیل خان کې د ډیسمبر میاشتې د پنځمې نېټې له برید وروسته چارواکو رسنیو ته وویل، د امنیتي ځواکونو په ځینو عملیاتو کې ۲۷ وسله وال هم ووژل شول.

زموږ له ویب پاڼې څخه: د ډېره اسماعيل خان له زندان ۲۵۰ بنديان تښتېدلي

د دوشنبې ورځې تاوتریخوالی په پاکستان کې د عمومي ټاکنو په درشل کې رامنځته شوی. په پاکستان کې عمومي ټاکنې د همدې فبرورۍ میاشتې پر اتمه نېټه کېدونکې دي. دا برید په شمالي وزیرستان کې پر امنیتي ځواکونو له برید یوه اونۍ وروسته کېږي، چې پکې څلور امنیتي ځواکونه او دوه ملکي وګړي ووژل شول.

پاکستان کې د فبرورۍ د اتمې نېټې ټاکنو ته چمتووالی
پاکستان کې د فبرورۍ د اتمې نېټې ټاکنو ته چمتووالی انځور: Aamir Qureshi/AFP

اسوشیېتیډ پریس خبري اژانس د پاکستاني چارواکو له قوله لیکي، چې تر هغې برید وروسته امنیتي ځواکونو د شمالي وزیرستان په ماخ سیمه کې عملیات وکړل، چې پکې ۲۴ وسله وال ووژل شول. د هغه برید مسئولیت بلوڅ ازادي غوښتونکي غورځنګ منلی و.

پاکستان د وروستي برید په تړاو د طالبانو سفیر احضار کړی

په وروستیو میاشتو کې پاکستان د ډېرو وسله والو بریدونو شاهد و، چې ډېر یې په خیبر پښتونخوا کې شوي دي. د تېر ۲۰۲۳ کال په جنورۍ میاشت کې تر ټولو خونړي برید کې چې په یوه مسجد کې وشو، ۱۰۱ کسان پکې ووژل شول. ډېر قربانيان د پولیسو افسران ول. په دغه برید کې بریدګر د پولیسو جامې اغوستې وې.

ډیره اسماعیل خان، سویلي وزیرستان ته نیږدې ده، چې د وسله والو یو مهم پټنځای ګڼل کېږي. د پاکستان پوځ په ۲۰۱۴م کال کې پر یوه پوځي ښوونځي له برید وروسته چې ۱۵۰ کسان پکې وژل شوي او ډېر یې ماشومان وو، دغې سیمې کې پراخ عملیات وکړل.

APE/OD/NZ