پاکستان: د تورونو لګولو لړۍ باید ختمه سي
۱۳۹۰ تیر ۸, چهارشنبهد افغانستان، امریکا او پاکستان امنیتي غوڼډه په داسي حال کي ترسره کیږي چي طالبانو تر بل هر وخت په خپلو بریدونو کي ډیروالی راوستی او د افغانستان او پاکستان اړیکي هم د دغو دواړو هیوادونو تر منځ د توغندیو د تبادلي په سر لا ډیري ترنګلي شوي دي.
افغان ولسمشر د پاکستاني ځواکونو لخوا پر افغانستان د توغندیو توغول په کلکه غندلي. د ولسمشر په وینا د پاکستان له لوری په تیرو دري اونیو کي پولي ته څیرمه شاوخوا 470 راکټونه ورول شوی دی، چی په پایلي کي یي یو شمیر ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتی.
د بل پلوه پاکستان دغه تورونه ردوي او وایي چي کیدای شي په سهوي سره ځيني راکټونه د افغانستان په خاوري کي لګیدلي وي. پاکستاني چارواکي وايي چی د دغه هیواد پوڅ هیڅکله هم په قصدي توګه په افغانستان کوم راکټ نه دی توغولی.
د پاکستان په وینا کله چي اورپکي د افغانستان څخه په پاکستاني ځواکونو حملي کوي نو د هغوي په لوري په ځوابی بریدونو کي شاید یو څو راکټه د افغانستان په خاوره لګیدلي وي.
د دغي ګډي غونډي وروسته د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت سیکرتر، سلمان بشیر، یو مطبوعاتي غونډي ته وويل چی افغانستان او پاکستان باید پر یو بل د تورونو لګول بند کړي.
افغان دولت پاکستان په دي تورنوي چي د دوي ځیني کړي د طالب اورپکو سره مرسته کوي او په پاکستان کی پټنځایونه لري.
دا په داسی حال کی ده چی اوس د پاکستان دولت پر افغانستان تور لګوي چي پولي ته څیرمه په خاصه توګه په کنړ ولایت دوی طالبانو ته پناه ورکړي.
که څه هم د افغانستان، پاکستان او امریکا د ګډي غونډي اجنډا د طالبانو سره د روغی جوړي د خبرو په اړه ؤ، خو پر افغانستان د پاکستان د توغندیو بریدونه د دغي غونډي د سر ټکی ؤ.
په همدي حال کي د پاکستان د پوځ له خوا په خپري شوي خبرپاڼي کي راغلي چي د دوشنبی په ورځ په کابل کي د افغانستان، پاکستان او د امریکا د متحده ایالاتو لوړ پوړو پوځي قوماندانانو هم د پولي د وضعیت په اړه یوه غونډه کړی.
اژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: مسعود جهش