سرحدي شخړي د افغانستان، پاکستان او امريکا خبري اغېزمني کړي
۱۳۹۰ تیر ۶, دوشنبهد يکشنبې په ورځ افغان ولسمشر حامد کرزي پر پاکستان تور لګولی وو، چي په تيرو دريو اونيو کي د پاکستان له لوري پر افغانستان 470 توغندي توغول سوي دي.
خو پاکستان بيا دغه تورونه ردوي او وايي چي د پاکستان پولي ته څيرمه د کونړ په ولايت کي اورپکي پټ ځايونه لري.
سياسي څيړونکی وحيد مژده وايي.« زه فکر کوم چي په دغه غونډه کي به د سر ټکی د پولي پر سر خبري وي.»
پدغه خبرو کي د امريکا د متحده ايالاتو د پاکستان او افغانستان له پاره ځانګړی استازی مارک ګروسمن او د افغانستان او پاکستان ديپلوماټان ګډون کوي.
د امريکا د ولسمشر بارک اوباما له خوا د افغانستان څخه د پوځونو د ايستلو تراعلان وروسته دا لومړی ځل دی، چي داسي غونډه تر سره کيږي، چي د طالبانو سره پکښي د خبرو اترو يادونه سوې.
پلازمېني اسلام آباد ته څيرمه د اسامه بن لادن تر وژل کيدو وروسته پاکستان د ډير خجالت سره مخامخ سوی وو. پاکستان اوس غواړي چي د امريکا متحده ايالاتو ته وښيي چي د افغانستان په سوله او ثبات راوستلو کي مهم رول لوبولای سي.
پاکستان ډير ځلي د امريکا د متحده ايالاتو څخه غوښتي چي د طالبانو سره د خبرو ميز ته کيښني تر څو د دغي مسلې سياسي حل ولټول سي. تيره اونۍ د امريکا متحده ايالاتو دا خبره منلې وه چي د طالبانو سره يې خبري اتري کړي. خو ويلي يې ول چي دغه خبري اتري لا په لومړۍ مرحله کي دي.
د افغانستان ولسمشر ښاغلی حامد کرزی هم د طالبانو سره د روغي جوړي د پروسې پر سر ټينګار کوي. دا په تيرو لسو کلونو کي لومړي وار دی، چي امريکا، افغانستان او پاکستان د طالبانو سره د سياسي حل په اړه خپل نظرونه سره شريکوي.
په ټولو خواوو کي بي باوري.
د دغه هيوادونو پر يو بل بې باوري هم څه پټه خبره نده. د امريکا دمتحده ايالاتو او د پاکستان او همدا راز د افغانستان او پاکستان ترمنځ د بې باورۍ فضا هم موجوده ده.
افغانستان هر وخت پاکستان د طالبانو سره په همکارۍ تورنوي، د 1996 م کال څخه تر 2001 م کال پوري هم د طالبانو د واکمنۍ پر مهال، پاکستان د طالبانو هر اړخيزه ملاتړی و.
کابل اسلام آباد په دي هم تورنوي چي د سولي پروسې ته هم د ځان له پاره د ګټو اخيستنو په سترګه ګوري، که چيري دغه پروسه د دوی په ګټه نه تماميږي نو د هغه له تخريبولو صرفه هم نه کوي.
يو بل لوړ پوړي افغان دولتي چارواکي ويلي:« په راتلونکو اونيو او مياشتو کي په افغانستان کي د سولي او ثبات راوستلو په پروسه کي موږ د پاکستان څخه د عملي ګامونه د پورته کولو هيله لرو.»
خو سياسي څيړونکي وحيد مژده بيا د دواړو هيوادونو تر منځ په پراخه کچه بې باوري په ګوته کوي او وايي:« په دغسي هره غونډه کي د طالبانو سره د روغي جوړي موضوع راپورته کيږي، وعدې سره کيږي او هر يو بيرته خپل هيواد ته ستينږي، خو پدي اړه هيڅ پرمختګ نه کيږي.»
د افغانستان دولت د يکشنبي په ورځ د پاکستان له لوري حملې په کلکه غندلي وي. په تيرو دريو اونيو کي د پاکستان له لوري پر افغانستان 470 راکټونه توغول سوي دي، دغه بريدونه پولي ته څيرمه د کونړ او په ننګرهار کي تر سره سوي دي.
خو د پاکستان د پوځ وياند ډګروال اظهرعباس دغه تورونه ردوي او وايي چي د پاکستان له خوا د افغانستان پر لوري هيڅ کومه مرمۍ نه ده فاير سوې.
اژانسونه/ سيد رياض
کتونکي: نجيب الله زيارمل