پاکستان خپلې اتومې وسلې پټ ځایونو ته انتقالوي
۱۳۹۰ آبان ۱۴, شنبهدي اټلانټک، او، دي نیشنل جورنال، په نامه امریکایې ورځپاڼو د جمعې په ورځ دغه راپورونه د یوې نامعلومه سرچینې په په حواله خپاره کړي دي. رپورټونه ښیي چې پلازمینې اسلام آباد ته څیرمه د امریکایانو په لاس د اسامه بن لادن تر وژل کیدو وروسته د پاکستان دا شکونه نور هم پیاوړې شوي چې ګواکې واشنګټن د دوي د اتومي وسلو د له منځه وړلو هڅې هم کولای شي.
زیاته شوې ده چې د دغو اندیښنو له کبله د پاکستان د اتومي وسلو د خوندي ساتلو ادارې «Strategic Plans Division» ته امر شوی چې د امریکا د پام څخه دې د دغو وسلو او نورو اجزاو د پټ ساتلو لپاره ګامونه اوچت کړای شي.
د نوموړې ادارې مشر، متقاعد جنرال خالد قدواي، په دې هڅو کې دی چې د دغو اتومې وسلو او د دې حساسې برخې مختلفو سیمو ته انتقال کړي. خو اتومي وسلې د پوځي او محفوظه موټر پر ځای په عادې لاریو کې د تنګو لارو څخه نورو ځایونو ته انتقالیږي. دا پداسې حال کې ده چې دغه اتومي وسلې د دې وړتیا لري چې ښارونه له ځانه سره له منځه یوسي. دغه رپورټ وړاندي کاږي چې د دغو اتومي وسلو په انتقالولو کې تیزوالې راغلی او دغه کار په پینټاګون کې هم اندیښنې راپارولي دي.
پاکستان د اوږدې مودې راهیسې دا دریځ وړاندي کوي چې د دوي اتومي وسلې خوندي دي. نوموړې ورځپاڼې د پاکستان د استخباراتي شبکې د یوی سرچینې په حواله چې نوم یې نه دی بربنډ شوی ویلي:
«په نړۍ کې د هر څه په هکله اندیښنه کیدای شي، او په دې کې باید تر هر څه کمه اندیښنه زمونږ د اتومي وسلو د خونديتوب په اړه وشي.»
پینټاګون په دې راپور د تبصرې کولو څخه ډډه کړې خو د امریکا د متحده ایالاتو یو لوړپوړي پوځي چارواکي د جمعې په ورځ په واشنګټن کې خبریالانو ته ویلي چې امریکا په دې باور لري چې د پاکستان اتومي وسلې خوندي دي.
دغه راپور چې د څو تنو مرکې یې هم د ځانه سره رانغاړي زیاتوي چې د امریکا متحده ایالاتو د ډیرې مودې راهیسې داسې يو بیړنې پلان له ځانه سره لري چې په پاکستان کې د کودتا او بل کوم بیړني وضعیت پر وخت دغې اتومي وسلې څنګه له منځه یوسي.
د امریکا د متحده ایالاتو د ګډو علمیاتو ځانګړي قومنده، د څو کلونو راهیسې د دغو وسلو د له منځه وړلو لپاره تمرینونه کوي. ترڅو د ضرورت په وخت د پاکستان اتومي پټیو ته په ننوتلو دغه وسلې یا له منځه یوسي او یا یې هم د ځان سره کوم بل ځای ته انتقال کړي.
رپورټ وړاندې کاږي که څه هم د پاکستان له لوري داسې اشارې شوي چې د واشنګټن سره د خپلو اړیکو په پریکولو چین ته نور هم نږدی کیدای شي خو آن چین هم امریکایي چارواکو سره په پټې لیدنې کې د داسې یو اقدام سره چې د پاکستان د اتومې وسلو د خوندې ساتلو په موخه ترسره کیږي موافقه ښودلې.
اژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: مسعود جهش