1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اوباما له پاکستان او افغانستان څخه څه غواړي؟

۱۳۸۸ اردیبهشت ۱۶, چهارشنبه

امريکايي چارواکي: «زمونږ هدف دا دی چي دغه دواړه هيوادونه يو بل سره له ډير نژدي همکاري وکړي. د هغوي د جغرافيايي وضعيت په پام کي نيوني سره، روانه جګړه ګتل کيداي نه شي، مګر دا چي هغوي يو بل ته لاس ورکړي»

https://p.dw.com/p/HkiL
اوباما خبرداری ورکوي چي القاعده او طالبان د ټولي سيمي لپاره ګواښ ګڼل کيږي
اوباما خبرداری ورکوي چي القاعده او طالبان د ټولي سيمي لپاره ګواښ ګڼل کيږيانځور: AP

د متحده ايالاتو د حکومت چارواکو وويل، نن کله چي په سپينه ماڼي کی د افغانستان او پاکستان جمهور رييسان حامد کرزی او آصف علي زرداري له جمهور رييس بارک اوباما سره په يوه دری اړخيزه غونډه کي ګوري، اوباما به له هغو څخه وغواړي چي يو بل باندي د ناباوري تاريخ شاته واچوي او د مسلمانو افراطينو پرضد ايتلاف کی له واشنګتن سره يو ځاي شي.

دغو چارواکو وويل ، د ملياردو امريکايي ډالرو پوځي او ملکي مرستو په وړاندي کولو سره اوباما خبرداری ورکوي چي القاعده او طالبان د ټولي سيمي لپاره ګواښ ګڼل کيږي او زرداري او کرزي ته به ووايي د هغو پر ضد يو موټي شي.

د متحده ايالاتو، پاکستان او افغانستان پلاوي په لومړي سر کي د متحده ايالاتو د بهرنيو چارو په وزارت کي سره ګوري او بيا به د هغوی د دولتونو مشران په سپينه ماڼی کي سره ويني. اوباما به له دواړو مشرانو سره جلا جلا او ګډي ليدني کتنی ولري. د پنجشنبي په ورځ هم د افغان، پاکستاني او امريکايی پلاوو تر مينځ غونډی جوړيږي چي په هغو کي د امريکا متحده ايالاتو د کورنيو چارو، استخباراتي او د کرهني د چارو د وزيرانو له خوا د غونډو کوربه توب کيږي.

کرزی اوباما ته څه وايي؟
کرزی اوباما ته څه وايي؟انځور: AP

د يو امريکايي چارواکي د وينا له مخی، دا دافغانستان او پاکستان له مشرانو سره د متحده ايالاتو د حکومت تر ټولو ستره مصروفيت ګڼل شوي دی.

دغه چارواکي چي نوم يي نه دي بربند شوي وويل :

«زمونږ هدف دا دی چي دغه دواړه هيوادونه يو بل سره له ډيري نژدي همکاري وکړي. د هغوي د جغرافيايي وضعيت په پام کي نيونی سره، روانه جګړه ګتل کیدای نه شی، مګر دا چي هغوی يو بل ته لاس ورکړي.»

د واشنګتن له غونډی څخه مخکی د افغانستان او پاکستان لپاره د متحده ايالاتو ځانګړي استازي ريچارد هولبروک د کانګرس يوي استماعيه غوڼدی ته وويل چی په اتمی وسلود سمبال پاکستان پايښت، د القاعدی او طالبانو له ګواښ سره په «جدی» توګه مخامخ دی:«مونږ فکر نه کوو چي پاکستان يو شڼيدلی دولت دی. مونږ وايوچي هغه د دښمنانو له آزموينوسره مخامخ دی، هغه دښمنان چي زمونږ دښمنان دي اود پاکستان هم».

متحده ايالات له پاکستان څخه غواړي چي په خپل هيواد کي د بغاوت پر ضد داسي يوه ستراتيژي جوړه کړي چي له پوځي او ملکي هڅو سره جوخت وي تر څو طالبان کمزوري کړاي شي. دغه ډول يو ستراتيژي له پاکستان څخه غواړي چی له خپل «تاريخي دښمن» هند څخه مخ واړوي.

د واشنګتن ستره انديښنه دا ده چي د پاکستان اتمي وسلي د افراطينو لاس ته ونه لويږي. که څه هم کار پوهان په دي نظر دي چي په شمال لويديځه صوبه کي د طالبانو د پرمختګ سره سره له امکان څخه ليري بريښي چي هغوی دی د پاکستان پر پوځ لاس بری شی او حکومت به ونيسي او په دي ډول د اتمي وسلو کنترول به لاس ته راوړي. خو ستره انديښنه د پاکستان په امنیتی ځواکونو کی د افراطينو نفوذ دی. په اسلام آباد کی د قاعد اعظم د پوهنتون د فزيک استاد Parvez Hoodbhoy چی د پاکستان د هستوی پروګرام د ډیرو لږو ښکاره انتقاد کونکو له جملی څخه دی، وايي:

«ځيني د انديښني وړ پيښي شوي دي چي په هغو کي ځينو پوځي عناصرو لاس درلود – ښايي هغوي اوس تقاعد شوي وي ـ خوهغوي په ډيربرياليتوب سره د خپلو پوځي همکارانو پرضد ځانمرګي بريدونه تر سره کړل. او همدا راز ځيني بيلګي هم شته دي چي د پاکستان د استخباراتي خدمات په برياليتوب سره هدف نيول شوي دي. او داسي ويري شته دي چي د پوځ په دننه کي ښايي لا تراوسه دغسی خلک وجود ولري.»

د پاکستان جمهور رييس آصف علي زرداري
د پاکستان جمهور رييس آصف علي زرداريانځور: AP

د پاکستان د اتمي وسلو د مصؤنيت په هکله انديښني له هغه وخت څخه نه دي را پيدا شوي چي طالبانو په شمال لويديځه صوبه کي پرمختګ وکړ ، بلکه له هغه وخت څخه زياتي شوي چي تير کال د نومبر په مياشت کي د هند په بمبي کي په تروريستي حملو لاس پوري شو. په واشنګتن کي د اتلانتيک نومي شوري د تحقيقاتي مرکز کارپوه Jeffery Lightfoot وايي چي د امريکايي کارپوهانو يواځني انديښنه همدغه ده :

«هغه سناريو باندي چي هغوي بحث کړي دا ده چي ښايي د بمبي د پيښي په څير يا نوري داسي پيښي پاکستان او هند د يو بل پر ضد پوځي تحرکاتو ته ولسموي چي په نتيجه کي يي هستوي وسلي هم وخوځولی شي، کله چي هغه وخوځولی شي او سره وتړل شي، بيا نو هغوي د حملي وړتيا پيدا کوي».

که څه هم د طالبانو پرمختګ او د هستوي وسلو تر مينځ کومه مستقيمه اړيکه نه ليدله کيږي، خو د پاکستاني پوځ او ملکي حکومت کمزورتيا واشنګتن وارخطا کړي دی.

د واشنګتن په غونډه کي د پاکستان زرداري بايد متحده ايالاتو ته ډاډ ورکړي چي د هغه حکومت نه کمزوري دی او نه د افراطينو« لمسونو» دام ته لويږي.

رويتراو نوري خبري سرچيني:

عبدالباري حکيم/ کتونکي: فضلي