1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان او طالبانو د سولې خبرو د ژر پیلیدو غوښتنه کړې

۱۳۹۸ مهر ۱۱, پنجشنبه

د طالبانو استازو د پاکستان په پلازمېنه اسلام آباد کې د دغه هیواد د بهرنیو چارو له وزیر شاه محمود قریشي سره لیدلي دي. دواړو لورو د سولې د مذاکراتو د ژر پیلیدو پر سر ټینګار کړی دی.

https://p.dw.com/p/3Qg2y
Pakistan Treffen des Außenministers mit den Taliban
انځور: picture-alliance/AP Photo/Pakistan Foreign Office

اسوشیتد پرس خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې په قطر کې د طالبانو د دفتر مشر ملا عبدالغني برادر په مشرتوب پلاوي د پنجشنبې په سهار په اسلام آباد کې د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر شاه محمود قریشي سره لیدلي دي. د رویټرز د رپوټ له مخې د پاکستان د بهرنیو چارو وزرات له لوري په یوه خپره شوې بیانیه کې راغلي دي: «دواړو لورو د سولې د پروسې د ژر تر ژره پیلیدو پر اړتیا باندې ټینګار وکړ.»

پاکستانۍ انګلیسي ورځپاڼې «ډاڼ» په خپل رپوټ کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د اعلامیې له مخې لیکلي دي چې په دغه ملاقات کې د سیمې پر وضعیت، د افغانستان د سولې پروسې او د دواړو لورو د علاقې وړ نورو موضوعاتو په هکله خبرې کړي دي.

Pakistan Treffen des Außenministers mit den Taliban
انځور: picture-alliance/AP Photo/Pakistan Foreign Office

د ډان د رپوټ له مخې په دغه ملاقات کې «د پاکستان د داخلي استخباراتي ادارې (آی اس آی) مشر ډګر جنرال فیض حمید، د بهرنیو چارو وزارت معین سهیل محمود او د بهرنیو چارو وزارت نورو چارواکو ګډون درلود.»

اسوشتید پرس خبري آژانس ليکلي دي چې د طالبانو استازي په داسې یوه وخت کې پاکستان ته رسیدلي دي چې د افغانستان د سولې له پاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد هم له پاکستان سره د «سلا مشورو» له پاره په اسلام آباد کې دی.

زلمي خلیلزاد له طالبانو سره کابو یو کال مذاکرات وکړل او یوه احتمالي توافق تر رسیدو دمخه، د سپتمبر پر اوومه نیټه د متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ، د ټویټر د یوه پیغام له لارې دغه مذاکرات ختم کړل.

له هغه راهیسې د افغانستان د جګړې د ختمولو له پاره پاکستان له دواړو لورو د مذاکراتو د بیا پیلولو غوښتنه کړې ده.  تر دې دمخه طالبانو روسیې، چین او ایران ته سفرونه کړي ول.

(AP,DAWN,REUTERS)