1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزمپاکستان

پاکستان: افغانستان دې پر چینایانو د برید پلانونکي را وسپاري

۱۴۰۳ خرداد ۷, دوشنبه

پاکستان له افغانستان څخه غوښتي دي چې د بشام په برید کې دې د تحریک طالبان پاکستان ډلې ښکیل ترهګر ور وسپاري. د پاکستان د کورنیو چارو وزارت ویلي چې د چینایي انجیرانو د وژنې پلان د افغانستان په خاوره کې جوړ شوی وو.

https://p.dw.com/p/4gJnz
Afghanistan | Angriff auf eine Moschee in Herat
انځور: Mohsen Karimi/AFP/Getty Images

د پاکستان لوړپوړو امنیتي چارواکو د یکشنبې په ورځ وویل چې د مارچ په ۲۶ پر چینایي انجینرانو شوي ځانمرګي برید کې [د دوی په خبره] په افغانستان کې موجود د منع کړای شوي تحریک طالبان پاکستان (TTP) د مشرانو او بهرنیو دښمن هیوادونو استخباراتو لاس درلود.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوی، په لاهور کې یوه خبري کنفرانس ته په وینا کې وویل چې د دې برید طرحه په افغانستان کې جوړه شوې وه او په پاکستان کې د موجودو کسانو په همکارۍ ترسره شوې. په دې برید کې پنځه چینایي انجینران او یو پاکستان موټر چلونکی یې وژل شوي وو.

نوموړي زیاته کړه چې برید «په بشپړ ډول» له افغانستان څخه پلان شوی وو او پلان یې په خاص ډول په پاکستان کې د چینایي کارمندانو په نښه کول وو.

په دغه رسنیز کنفرانس چې د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې ادارې او پاکستان د کورنیو چارو وزارت له خوا جوړ شوی وو، د دغې پيښې په ارتباط د ۱۱ شکمنو ترهګرو د نیول کیدو خبر هم ورکړل شوی دی. زياته شوې چې نيول شوي کسان په تحريک طالبان پاکستان ډلې پورې چې ټي ټي پي هم بلل کیږي، تړاو لري.

په برید کې د ښکیلو کسانو د سپارلو غوښتنه

محسن تقوی په لاهور کې مطبوعاتي کنفرانس ته په وینا کې وویل: «د ټي ټي پي رهبرۍ د دې برید پلان د یوه مهم پلان په توګه وکړ او د غلیم استخباراتي ادارو د دې حملې له پاره ډیرې پيسې ورکړې.»

نوموړي زیاته کړه: «مونږ د طالبانو له سرپرست حکومت څخه غوښتنه کوو چې د ټي ټي پي رهبران دې، د دغې ډلې د مشر نور ولي محسود، په ګډون ونیسي او پاکستان ته وسپاري، څو د دواړو هیوادونو ترمنځ دوستانه اړیکې پرځای پاتې شي.»

نقوي وویل چې د افغانستان سرپرست حکومت دې بختیار شاه، قاري عبدالله او د خان لالا په نوم د درو واړو ترهګرو په ګډون، د ټي ټي پي مشر نور ولي محسود او په مالاکنډ کې د دغې ډلې قوماندان عظمت الله ترڅنګ د دې ډلې رهبري ونیسي.

هغه وویل چې مونږ له افغانستان سره ښې اړیکې غواړو، خو د دې له پاره پکار دي چې افغانستان دغه ترهګر ونیسي، دوی محکمه کړي او پاکستان ته دې وسپاري.

د یوه اړخیزو عملیاتو خبرداری

اسلام آباد د خپلې ادعا په اساس په افغانستان کې د موجود «ټي ټي پي» د رهبرۍ پر وړاندې د عملیاتو په خاطر پر کابل فشار اچوي، خو تر اوسه پورې یې په دې برخه کې د پام وړ پایلې نه دي ترلاسه کړي چې له امله یې د دواړو ګاونډي هیوادونو اړیکې اغیزمنې شوي دي.

ایا د پلاوي تګ، راتګ به د طالبانو او پاکستان اړیکې ورغوي؟

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر وویل چې «ترهګر د افغانستان د سرپرست حکومت له کمزورۍ ګټه پورته کوي.»

کله چې له هغه څخه پوښتنه وشوه چې که د افغانستان حکومت همکاري نه کوي، بیا به پاکستان څه وکړي؟ محسن نقوي وویل: «بیا به حکومت یوه اړخیزه پریکړه کوي.»

د پاکستان حکومت په بشام کې پر چینایي انجینرانو د برید په اړه د تحقیقاتو له پاره یوه ګډه څیړنیزه ډله اعلان کړې وه، چې د هغوي له پلټنو وروسته دغه معلومات ترلاسه شوي دي.

د پاکستان په خیبر پښتونخوا کې د بشام په سیمه کې د مارچ میاشتې په ۲۶ نیټه د بریښنا بند د ساختماني کارونو په مرکزي ځای کې د چینایي انجینرانو پر موټر ځانمرګی برید وشو چې په پایله کې یې پنځه چینایي انجینران او د هغوي پاکستانی موټر چلوونکی وژل شوي وو.

د دې برید په دویمه ورځ د ملګرو ملتونو سازمان په امنیت شورا کې د دې بريد د غندل کیدو ترڅنګ، په ټولو غړو هیوادونو غږ شوی وو چې د دې برید د مسئولینو د نیولو په برخه کې دې له چین او پاکستان سره همکاري وکړي.

آژانسونه: ش.ن/ ب.ص

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل