پاپ: د مهاجرت قانوني لارې دې رامنځ ته شي
۱۳۹۶ بهمن ۱۹, پنجشنبهد نړۍ د کاتولیکي کلیسا مشر پاپ فرانسیسکوس د چهارشنبې په ورځ (د ۲۰۱۸م کال د فبرورۍ میاشتې په ۷ نیټه) خپلو مخاطبينو ته په وینا کې وویل: «مهاجرو او پناغوښتونکو ته د قانوني مهاجرت د امکاناتو د کمښت له کبله دوی نورو لارو ته مخه کوي، چیرې چې دوی د هر ډول ناوړه استفادې، استثمار او غلامۍ» سره مخامخ کیږي.
هغه زیاته کړه چې د انساني قاچاق په برخه کې مسلکي جنایتکاره بانډونه د مهاجرت له مسیر څخه په استفادې سره هڅه کوي چې خپل قربانیان د نورو پناغوښتونکو او مهاجرو په منځ کې پټ کړي.
پاپ مهاجرو ته د مرستو غوښتنونکی شو
پاپ: له مهاجرو او پناغوښتونکو سره دښمني ګناه ده
فرانسیسکو د انساني قاچاق د قربانیانو له پاره د دعا د نړیوالې ورځې په مناسبت وویل: «زه له ټولو اتباعو او بنسټونو څخه غوښتنه کوم چې د انساني قاچاق د مخنيوي، د قربانیانو د حفاظت او له دوی سره د مرستې په برخه کې دې خپل قوت سره متحده کړي.»
پاپ همدارنګه په دې ورځ له ټولو وغوښتل چې دعا وکړي، تر څو د انساني قاچاقبرانو زړونه د خدای پاک پر لور ور وګرځي.
پاپ فرانسیسکو په ۲۰۱۵ م کال کې هم دغه د دعا نړیواله ورځ چې هر کال د فبرورۍ میاشتې په ۷ نیټه لمانځل کیږي د انساني قاچاق پر ضد د مبارزې تر شعار لاندې لمانځلې وه. سږ کال هم د دې ورځې شعار «بی له انساني قاچاقه مهاجرت. آزادي هو، انساني قاچاق نه» تر عنوان لاندې ولمانځل شوه.
انساني قاچاق وړونکي، افريقايي انجوني او بدلمني، زموږ له آرشیف څخه انځوریز البوم: