1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاپ مهاجرو ته د مرستو غوښتونکی شو

۱۳۹۶ مهر ۹, یکشنبه

پاپ فرانسيس د يکشنبې په ورځ (اکتوبر ۱مه) حکومتونو څخه وغوښتل چې مهاجرو سره مرستې وکړي او هغوي ته دې د دښمن په سترګه نه ګوري. پاپ چې د مهاجرو له يوه کمپ څخه يې ليدنه هم کړې تر دې مخکې يې هم په کراتو د مهاجرو پلوي کړې ده.

https://p.dw.com/p/2l3wz
Griechenland Papst Franziskus auf Lesbos mit Flüchtlingen
انځور: Reuters/F. Monteforte

د نړۍ د کاتوليکانو مشر پاپ فرانسيس د يکشنبې په ورځ له حکومتونو او خلکو څخه وغوښتل چې مهاجرو سره خپلې مرستې لا زياتې کړي او هغو ته د دښمن په سترګه ونه ګوري. پاپ فرانسيس د ايټاليا د بولوګنا په لرې پرته سيمه کې د «دې هوب» په نوم کمپ څخه ليدنه وکړه چې د يوې خيريه موسسې لخوا تمويليږي. په دغه کمپ کې د افريقا او منځني ختيځ هيوادونو څخه راغلي شاوخوا ۱۰۰۰ تنه مهاجر اوسيږي. دوي د مرګ په منلو د مديترانې سمندرګي په خطرناکې لارې تر دغه ځايه خپل ځانونه رسولي دي. په کمپ کې ميشت مهاجر په خړو کانتينري او نورو موقتي کوټو کې د پناه غوښتنې ځوابونو ته په تمه د انتظار ژوند تيروي. دوي په دې تمه دي چې د ځواب د ترلاسه کيدو وروسته به د ايتاليا نورو ښارونو ته ځي.

ډیری مهاجر د پيژندګلوۍ اسناد نلري، ځکه خو يې په لاسونو زيړ رنګي پلاستيکي دستبندونه تړل شوي دي. د کمپ څخه د ليدنې پر مهال پاپ هم له دغو دستبندونو څخه يو، چې د هغه نوم او د ۳۹۰۰۰۰۳ شميره ورباندې ليکل شوې وو، پر خپل ښي لاس وتاړه. دغه دستبند هغه ته د يو افريقايي مهاجر لخوا ورکړل شو. پاپ فرانسيس د مهاجرو د يو ملاتړ کونکي په حيث د مهاجر خلاف انترنيتي فعاليتونو باندې هم نيوکه وکړه چې د « خوفناکه او سپکو عبارتونو» په کارولو يې مهاجر خطرناک معرفي کړي دي. پاپ مهاجرو ته وويل: « ډير خلک دي چې هغوي تاسو نه پيژني، خو له تاسو بيريږي». هغه وويل: « که چيرته موږ خپلو ګاونډيو ته په بيرحمۍ ګورو، دا ويره بايد ولرو چې خدای به هم مونږ ته په بيرحمۍ وګوري».

فرانسيس پر دولتونو غږ وکړ چې مهاجرو ته د سهولتونو د برابرولو په برخه کې له خصوصي سکتور او مرستندويه ډلو څخه ملاتړ وکړي، تر څو يې « په لومړي قدم کې د مهاجرو بشري ستونزو ته» رسيدګي شوي وي. په وروستيو نژدې څلورو کلونو کې ايتاليا ته له بيوزلو هيوادونو څخه شاوخوا ۶۰۰ زره مهاجر رسيدلي دي. په ياده موده کې ۱۳۰۰۰ زره مهاجر د مديترانې سمندرګې څخه د تيريدو پر وخت په اوبو کې ډوب او مړه شوي دي.