1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاپ: د ښځو پر وړاندی تاوتریخوالی، خدای ته توهین دی

۱۳۹۸ دی ۱۲, پنجشنبه

د نړۍ د کاتوليکانو مشر پاپ فرانسیسکو د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی«خدای ته توهین» وباله او د هغې ښځي پر لاس باندې د څپیړې د وهلو له امله بخښنه وغوښته چې د هغه لاس یې نیولی وو او غوښتل یې هغه ځانته راکش کړي.

https://p.dw.com/p/3Vaoq
Italien Vatikan l Neujahr 2020 - Papst Franziskus
انځور: Reuters/R. Casilli

د نړۍ د کاتولیکانو مشر د چهارشنبې په ورځ له دې کبله چې د یوې زیارت کوونکي ښځي لاس یې په څپیړه وهلی وو، بخښنه وغوښته. دغه ښځې د سه شنبې په ورځ د مذهبي مراسمو پر وخت د پاپ لاس نیولی وو او هغه یې خپلي خواته راکش کړی وو.

پاپ د چهارشنبې په ورځ هغه وخت د دې پیښې له امله بخښنه وغوښته چې د ۲۰۲۰ میلادی کال په ویاړ خپله وینا کی یې، د ښځو په وړاندې تاوتریخوالی او د ښځو له بدن څخه ناوړه استفاده وغندله.

۸۳ کلن پاپ اعتراف وکړ چې د سه شنبه په ورځ د سنت پیتر په میدان کې یوې ښځي د هغه لاس ونیو او هغه یې ځانته راکش کړی وو. نو هغه له دې کبله خپله حوصله له لاسه ورکړه او د هغې لاس یی په څپیړه وواهه.

نوموړي هغو په زرهاوو زیارت کوونکو ته چې د پیتر په میدان کې یې د هغه خبرو ته غوږ نیولی وو، وویل: « ځیني وختونه موږ، او حتی زه خپله حوصله له لاسه ورکوم او زما د تیرې ورځي د ناوړه کړنې له کبله معذرت غواړم»

د نړۍ د کاتولیکانو مشر د ښځو په وړاندې تاوتریخوالی «خدای ته توهین« وباله او وېې ویل چې »که څه هم ښځي د ژوندانه سرچینه ده خو تل د تحقیر، وهلو ټکولو او جنسي تیري سره مخامخ کیږي او بدلمنۍ ته مجبوریږي او د هغه ژوندي موجود د ټکولو سره مخامخ کیږي چی د هغې په رحم کی وده کوي. »

پاپ زیاته کړه: « پر ښځو باندې د هر ډول تحمیل سوي زورزیاتی، هغه خدای ته د توهین په معنی دی چې ښځه یې پیدا کړې ده. د بشریت بقا د ښځي له برکته ده. موږ کولای سو د خپل بشریت اندازه د ښځو له بدن سره د خپلو کړه وړو پر اساس، درک کړو.»

د ښځو پر تجارت باندې نیوکه

پاپ په خپله دغه وینا کې په ټولنه کې د ښځو پر تجارت انتقاد وکړ او وېې ویل چې د ښځو بدن، د تجارتي تبلیغاتو، ناوړه استفادې او پورنوگرافي (د بربنډو عکسونو د اخیستلو) قربانی کیږي.

د نړۍ د کاتولیکانو مشر ټینگار وکړ چې ښځې باید له دغه ډول تجارت څخه خلاصون ومومي او د احترام او ستاینې وړ وگرځي.

هغه همدارنگه د ښځو او مهاجرت موضوع ته هم اشاره وکړه او پر هغو کسانو یې انتقاد وکړ چې له جنگ او بې وزلي څخه راتښتیدلې ځوانې ښځو ته پناه نه ورکوي. هغه وویل:« نن ورځ حتی میندی تحقیریږي دا ځکه چې یوازینی د خوښي پرمختگ، اقتصادی پرمختگ دی.»

د نړۍ د کاتولیکانو مشر زیاته کړې: «هغوی داسي میندي دي چې خطرناک سفرونه پر ځان مني او په ناامیدۍ سره هڅه کوي د خپلو کوچنیانو له پاره د یوې ښې راتلونکي زمینه برابره کړي او د هغو کسانو د خوښي وړ بیا نه گرځي چی گیډې یې ډکې او زړونه یې له محبت او مینی خالي دي.»