1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

يوه مسلمانه سوک وهونکې د حجاب اغوستلو لپاره مبارزه کوي

۱۳۹۸ مهر ۵, جمعه

د آلمان پلازمېنه برلين کې مېشته زينه نصار ډېره مبارزه ده او ډېرې سپورټي لاسته راوړنې هم لري. خو هغه په سوک وهنه کې هم غواړي چې پوړنی په سر کړي. هغه له دې کبله د ورته چانسونو اتله هم بلل کيږي.

https://p.dw.com/p/3QLwd
DW Sendung Gast&Story Zeina Nassar
انځور: DW/A. Khassan

نن سبا دغه ۲۱ کلنه ښځه چې ښځينه سوک وهنه يې د پېغلوټې په صفت د آنلاين ويډيوګانو په ليدلو سره پېژندلې وه، د اماتور يا شوقي سوک وهنې د کم وزن آلمانۍ اتله ده چې په المپيک لوبو کې د ځلېدو خوبونه هم ويني. دغه مقام ته رسېدل له هغې څخه ډېر همت او هوډ وغوښت. دغه خبره نصار د فرانسې خبري اژانس ته په داسې حال کې وکړه چې په يوه کافې يې د يخو يوه قهوه د برلين په کرويڅبېرګ ناحيه کې څښله. دا هغه ځای دی چې دا پکې رالويه شوې ده. له تريننګ څخه په يوه دمه کې هغې دا هم وويل چې «ما بايد تقريبا دوه برابره زيات زحمت ايستلی وای، ځکه چې نه يوازې دا چې يوه ښځه يم چې سوک وهنه کوي، بلکې زه پوړنی هم په سروم.»

د المپيک خوبونه

خو هغه خاندي او وايي چې «په پای کې يې لا زياته پياوړې کړې يم». دا په داسې حال کې ده چې هغه په ځوانانو کې ډېر مينه وال لري او څېره يې د اينستاګرام د لارې ډېرو خلکو پېژندلې ده. هغې په ګلانو پوښل شوی يو ټيکری په سر کړی چې د لمر عينکې يې برسېره ورباندې ايښې دي. دغه ځوانه مسلمانه ښځه په موسکا سره وايي چې راتلونکی کال د توکيو المپيک او بيا په ۲۰۲۴ کال کې د پاريس لوبې «زما لوی خيال او زما لوی هدف» دي. دغه خوب او خيال يوازې په فبرورۍ مياشت کې عملي بڼه ونيوله کله چې د بوکسينګ نړيوالې ټولنې په خپلو مقرراتو کې بدلون راوست او مسلمانو سوک وهونکو ته يې اجازه ورکړه چې حجاب واغوندي او د سيالۍ پر مهال خپل بدن هم پټ کړي.  

Berlin - Boxerin Zeina Nassar in der TSC-Boxhalle
زينه نصارانځور: picture-alliance/dpa/A. I. Bänsch

AFP/NS/NZ