1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ويکس: د طالبانو درې کلن بند په ما کې بشپړ بدلون راوستی

۱۳۹۸ آذر ۱۰, یکشنبه

د طالبانو له بنده خوشی شوی استراليايي ښوونکي د لومړي ځل له پاره د خبريالانو په مخ کې راڅرګند شو. ويکس وويل د طالبانو سره د «شکنجو ډک درې کلن بند« پر مهال هيڅ کله هم ناهيلې شوی نه وو او باور يې وو چې يوه ورځ به خلاصيږي. 

https://p.dw.com/p/3U2V4
Afghanistan Enführter Lehrer Timothy Weekes
د ويکس انځور د ۲۰۱۷م کال د جنورۍ مياشتې له يوې ويډيو څخه انځور: picture-alliance/AP Photo

د آلمان خبري آژانس له سيدني څخه ليکي چې د طالبانو له بنده خوشې شوی استراليايي ښوونکی له بنده تر خوشې کيدو وروسته د لومړي ځل له پاره د خلکو په منځ کې غږيدلی دی.

۵۰ کلن تيموتي ويکس د پنجشنبې په شپه د استراليا سيدني ښار ته ورسيد. هغه او امريکايي ملګري يې کيون کينګ په وروستيو کې د بنديانو د تبادلې په يوه معامله کې، د درو طالب بنديانو د خوشې کيدو په بدل کې له بنده آزاد شول.

ويکس د شنبې په ورځ په سيدني ښار کې خبريالانو ته وويل: «ما تل امید درلود. زه پوهيدم چې يوه ورځ به له دغه ځايه ځم.«

هغه د خپلو خبرو په ادامې وويل: «له هغې شيبې څخه چې زه دوو بلک هاک هيلي کوپټرو ته راوستل شوم او ځانګړو ځواکونو ته وسپارل شوم، پوه شوم چې زما د شکنجې درې کلن امتحان نور پای ته رسيدلی دی.»

په کابل کې د افغان امريکايي پوهنتون دغه دوه ښوونکي، په ۲۰۱۶م کال کې د طالبانو له خوا تښتول شوي وو. د هغو په اړه ويل شوي چې په دغه پوهنتون کې يې د انګليسي ژبې تدريس کاوه.

ويکس د استراليا د سويل لويديځي سيمې واګا واګا اوسيدونکی دی. هغه وويل چې د بند مودې په هغه کې بشپړ بدلون رامنځ ته کړی دی.

هغه په دې اړه وويل: «څومره موده چې ما له طالبانو سره د يرغمل په توګه تيره کړې، په ما کې يې ژور او له تصوره لرې اغيز اچولی دی.»

ويکس په خپلو خبرو کې د هغه وخت يادونه وکړه چې يو ځل طالبانو هغوی په داسې حال کې چې بهر د ماشيندارو ډزې اوريدل کيدې، په ډيره بيړه يوه تونل ته دننه کړل. هغه وايي په دې باور دی چې هغه مهال د امريکا سمندري ځواکونه د هغوی د ژغورنې له پاره ورغلي وو.

د طالبانو له بنده خوشي شوي استراليايي ښوونکي وويل: »ساتونکو مو راته وويل چې داعشيان راغلي ول. خو زه اوس په دې باور يم چې هغه د امريکا سمندري ځواکونه ول چې غوښتل يې موږ له بنده خلاص کړي.» ويکس زياته کړه: «زه باور لرم او په دې اميد يم چې دا واقعيت وي. هغوی شپږ ځله راغلل او هڅه يې وکړه چې موږ خوشې او له ځانه سره مو يوسي.»

طالبانو کينګ او ويکس د افغان حکومت له خوا د درو تنو طالب بنديانو، عبدالرشيد، حاجي مالي خان او انس حقاني په بدل کې آزاد کړل. په خوشي شوو طالبانو کې انس حقاني، د حقاني ډلې د مشر، سراج الدين حقاني کشری ورور دی. دوی د بګرام په هوايي ډګر په زندان کې ساتل کيدل.

طالبانو هغه مهال په يوه اعلاميه کې ويلي وو چې دوی د دوو امريکايي ښوونکو سربيره، ۱۰ تنه افغان سرتيري هم له خپل بند څخه آزاد کړي دي. طالبانو د بنديانو تبادله، د باور فضا د رامنځ ته کيدو او د سولې خبرو د چټکولو په برخه کې يو اغيزمن اقدام بللی وو.

دا په داسې حال کې ده چې روانه اوونۍ د امريکا ولسشمر دونالد ترمپ هم کابل ته يو ناڅاپي سفر درلود او په بګرام هوايي اډه کې يې امريکايي عسکرو ته د خپلې وينا پر مهال وويل چې طالبانو سره بيا د سولې خبرې پيليږي.