1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ولې افغانان د سولې د روانو هلو ځلو په اړه اندېښمن دي؟

۱۳۹۸ بهمن ۲, چهارشنبه

یوه څېړنه ښيي چې۶۰ سلنه افغانان د سولې راتګ ته هیله من دي، خو ۴۰ یې په اړه اندېښنه لري. د دغو اندېښنو لاملونه څه دي؟ د «سولې په بهیر کې د خلکو غږ» تر سرلیک لاندې د سروې موندنې ښيي، چې ۶۰ سلنه افغانان سولې ته خوشبین دي.

https://p.dw.com/p/3WeMS
Boxen Mittelgewicht Afghanistan Rahimi und Mbelwa
انځور: DW/H. Sirat

په افغانستان د یوې تازه ترسره شوې څیړنې پایلې ښيي چې ۶۰ سلنه افغانان د سولې راتګ ته هیله من دي خو یو شمیر افغانانو بیا د سولې د روانې پروسې په هکله خپلې اندیښنې هم څرګندې کړي دي. د دې څېړنې پر بنسټ، ۴۰ سلنه یې لاهم اندېښمن دي چې په وینا یې دا بهیر له یوه ناڅرګند وضعیت سره مخامخ دی.

د خلکو له پاره د اندېښنې یو ټکی دا هم دی چې حقونه او د خلکو فردي ارزښتونه باید د سولي بهیر قرباني نه شي.

د جرمني «فریدریش ایبرت» بنسټ او د افغانستان د پالیسی ډلې افغان سولې بهیر په تړاؤ څېړنه کړې چې په ترڅ کې یې له ۶۰۰ کسانو سره مرکې شوي دي.

دغه جرمنی بنسټ په افغانستان او سیمه کې د ټولنیز عدالت، د ځوانانو ګډون، د سولې او امنیت په برخو کې کار کوي. دغه بنسټ په بلخ، بامیان، کندهار، ننګرهار او هرات ولایتونو کې د ټولنې د بیلابیلو قشرونو له غړو سره مرکې کړي دي.

له مرکه شویو څخه د سولې او اقتصادي پرمختګ، سوله او ګاونډیان، سوله او یوبل منل، سوله او ټیکاؤ، سوله او پوهنه، سوله او عدالت په اړه پوښتنې شوي دي.

د افغانستان د پالیسۍ ډلې همغږ کوونکي محمد فهیم هاشمي، نن چهارشنبې (۲۰۲۰ میلادي کال د جنورۍ ۲۲مه) په کابل کې ددغه څېړنیز راپور د خپرولو پرمهال وویل، مرکه شویو د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا د سولې روانو خبرو اترو ته هیله من دي، ویلي دي: «۶۰ سلنه ددې پروسې موافق دي، خو ۴۰ نورو بیا لږ څه اندېښنه درلوده.»

فهیم زیاته کړه چې پوښتل شوو کسانو د اقتصادي پراختیا په اړه د انډولیزو طرحو غوښتنه کړې ده. د هغوی په وینا د اقتصادي پراختیا طرحو کې باید سیاسي، قومي او سیمه ايزي سلیقې په پام کې ونه نېول شي. دغه راز، له ګاونډیو هېوادونو سره پر متقابل چلند ټینګار شوی.

Volkszählung in Kabul Afghanistan
انځور: Hussain Sirat

د دغه څېړنیز راپور پربنسټ، خلک د روان بحران د حل یواځینی لار ښوونه او روزنه بولي.

اوربند د خلکو غوښتنه

د سروي ګډونوال د ناامنیو ختمېدو او تاوتریخوالي کمېدو په موخه د سولې له هرډول هوکړې څخه دمخه د حکومت او طالبانو ترمنځ د اوربند غوښتونکي دي.

د خلکو په باور د سولې پرمهال باید ښکېل اړخونه حقونو او ارزښتونو ته د ټولنیز عدالت په توګه درناوی ولري.

افغان حکومت د سروې په اړه څه وايي؟

د سولې په چارو کې د دولت وزارت د مدنې بنسټونو د همغږۍ مشري لیلا جعفري وویل، دولت د سولې په چارو کې اسانتیاوې برابروي، خو دلته د نورو بنسټونو ګډون هم اړین دی: «سوله په یوازي سر نه راځي او موږ نه شو کولای چې په یوازي سر سولې ته ورسیږو.»

تر نیمايي ډیر افغانان داسې مهال سولې ته هیله من دي چې دا مهال په ملي، سیمه ایزه او نړېواله کچه کې افغان سوله د سر ټکی دی.

وروستي راپورونه ښيي چې د امریکا ولسمشر دونالد ترمپ او د پاکستان لومړی وزیر عمران خان د نړېوال اقتصادي فورم د غونډې په څنډه کې پر افغان سوله غږېدلي دي.

د دواړو مشرانو په لیدنه کې ګډ ټکی دا دی چې ګواکې امریکا او پاکستان د افغانستان د سولې د بهیر په اړه ګډ دریځ لري.

اسماعیل شاکر – کابل