1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

ولسمشر غني پر کندز د هوایي برید په اړه بخښنه وغوښته

۱۳۹۷ اردیبهشت ۲۶, چهارشنبه

افغان ولسمشر محمد اشرف غني، تیره میاشت په کندز ولایت کې د هوايي ځواک په بريد کې د ماشومانو په ګډون د ملکیانو د وژل کیدو له کبله بخښنه غوښتې ده.

https://p.dw.com/p/2xpJE
Ashraf Ghani Sicherheitskonferenz Kabul
انځور: Reuters/O.Sobhani

د ملګرو ملتونو د څیړنې پایلې ښيي چې د اپریل میاشتې پر لومړۍ نیټه په دشت ارچي ولسوالۍ کې پر یوې مدرسې باندي د افغان هوايي ځواک په بريد کې د ۳۰ ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۳۶ کسان وژل شوي دي.

په دې پیښه کې د ۵۱ ماشومانو په ګډون ۷۱ نور کسان هم ټپیان شول. ملګرو ملتونو زیاته کړې ده چې داسې بااعتباره شواهد په لاس کې لري چې ښيي د تلفاتو شمیر تر دې هم لوړ وو.

تر دې مخکې افغان حکومت ویلي ول چې هوايي ځواک په دې پیښه د طالبانو یوه اډه په نخښه کړې وه چې په ترڅ کې یې د دې ډلې ډیر قوماندانان وژل شوي. د افغانستان د دفاع وزارت په لومړي سر کې ویلي ول چې ملکي وګړي د طالبانو په ډزو کې وژل شوي دي.

ولسمشر غني د چهارشنبې په ورځ د وژل شویو کسانو له کورنیو او ځايي مشرانو سره ولیدل او د ارګ له خوا په یوه خپره شوې بیانیه کې راغلي دي چې ولسمشر له دې کبله بخښنه هم غوښتې ده.

په بیانیه کې د هغه په حواله راغلي دي: «د بدکارو او قانوني حکومت تر منځ توپیر په دې کې دی، چې قانوني حکومت د خپلو اشتباهاتو له کبله بخښنه غواړي.»

غني ژمنه وکړه چې د قربانیانو کورنیو ته به تاوان ورکړي، د قربانیانو په یاد به په سیمه کې یو منار او مسجد جوړ کړي. په بیانیه کې په دې اړه نور جزئیات نه دي ورکړل شوي.

د ملګرو ملتونو په څیړنه کې دا نه دي راغلي چې ایا په پیښه کې وژل شوي ټول کسان ملکیان ول او که طالب جنګیالي هم پکښې شامل ول. ملګرو ملتونو د لا ډیرو څیړنو غوښتنه کړې ده.

ملګرو ملتونو ویلي دي چې افغان حکومت سیمې ته دوې څېړونکې ډلې استولي دي خو تر اوسه پورې یوې یې هم د خپلو څېړنو رپوټ نه دی خپور کړی.