ولسمشر غني له طالبانو سره اوربند پای ته ورسوو
۱۳۹۷ تیر ۹, شنبهپه پلازمینه کابل کې د خبري غونډې په ترڅ کې ولسمشر غني وویل چې د اوربند په پای ته رسیدو سره اوس افغان امنیتي ځواکونه د دې اجازه لري چې [تهاجمي] عملیات پیل کړي. حکومتد روان کال د جون میاشتې له ۱۲ نیټې نه نیولې تر ۲۰ نیټې پورې د اوربند اعلان وکړ. وسلوالو طالبانو په ځواب کې یوازې د اختر په دریو ورځو کې د اوربند اعلان وکړ چې بیا وروسته حکومت له خپلې خوا د اوربند موده د لسو نورو ورځو له پاره وغځوله.
د اختر د ورځو تر اوربند وروسته وسلوالو طالبانو د خپلو عملیاتو د پیلولو خبر ورکړ او د ټول هیواد په کچه یې خپلو عملیاتو او بریدونو ته زور ورکړ. په دې موده کې طالبانو پر حکومتي ودانیو، ولسوالیو او د امنیتي ځواکونو پر قرارګاوو باندې بریدونه وکړل چې له امله یې یو شمیر سرتیرو هم ژوند له لاسه ورکړ.
په داسې وخت کې چې د سولې د خبرو د پیلیدو کوم څرک لا نه ترسترګو کیږي، نن د شنبې په ورځ «د ۲۰۱۸م کال د جون میاشتې په ۳۰ نیټه» طالب جنګیالیو په شمالي ولایت تخار کې د سرحدي پولیسو دوه سرتیري وژلي. ځايي چارواکو ویلي چې لسګونو طالبانو د دشت قلعه په ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو پر یوې پوځې اډې برید کړی چې له امله یې درې ستریي ټپیان شوي هم دي. زیاته شوې چې طالبانو په دې برید کې د امنیتي ځواکونو شپږ سرتيري ژوندي نیولي دي.
د همدې تیرې اونۍ په ترڅ کې په ټول افغانستان کې طالبانو د مخ پر زیاتیدونکو بریدونو په پایله کې له ۶۰ ډیر د افغان امنيتي ځواکونو سرتیري وژل شوي دي. په دې ترتیب سره اوس د اوربند د مودې تر پای ته رسیدو وروسته، افغان امنیتي ځواکونو ته د ولسمشر له لوري د عملیاتو د پیلولو امر وشو.