ولسمشر غني: سوله د ټولني په منلو پوري مشروطه ده
۱۳۹۷ آذر ۷, چهارشنبهولسمشر محمد اشرف غني، په ژنیو کې د خپلې وینا پر مهال یو ځل بیا ټینګار وکړ چې له طالبانو سره د سولې خبرې اترې باید ګام په ګام ترسره شي او باید دا ډاډمنتیا رامنځ ته شي چې د ښځو د حقونو په ګډون د افغانستان لاس ته راوړنې د دې بهیر نه قرباني کیږي.
هغه روښانه کړه چې بیلابیلو ولایتونو ته یې په سفرونو کې په وار وار له افغانانو اوریدلي دي چې د سولې هڅې باید د افغان حکومت په مشرتوب او د افغانانو په مالکیت وي.
په ژنیو کې د افغانستان د سولې په اړه د ولسمشر غني څرګندونې د هغه تر پخوانیو څرګندونو یو څه سختې وي. که څه هم غني د سولې پر راتلو ټینګار وکړ او د دې بهیر د پرمخ بیولو له پاره یې د یوې ۱۲ کسیزې ډلې او مشورتي شوراګانو د جوړیدو خبر ورکړ، خو روښانه یې کړه چې د سولي تړون باید د افغانانو د منلو وړ وي.
ولسمشر غني وویل: «[طالبانو ته] زموږ د سولې وړاندیز غیر مشروط دی، خو زموږ سوله بیا زموږ د ټولني په منلو پوري مشروطه ده.»
ولسمشر غني د سولې د خبرو اترو د بریالیتوب له پاره بیلابیل شرایط وړاندي کړل چې پکښې د ښځو حقونو ته درناوی، د قانون په چاوکات کې د امنیتي ځواکونو د فعالیت تضمین، او له القاعدې او نورو ترهګرو ډلو سره د طالبانو د اړیکو شلیدل شامل دي. د ولسمشر په خبره هر هغه ډله چې له ګڼ ملیتي ترهګرو ډلو سره اړیکه لري، د سولې له بهیر سره نه شي یوځای کیدای.
ولسمشر غني په داسې حال کې دغه څرګندونې وکړي چې د سولې په چارو کې د امریکا متحده ایالاتو ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد، اوس له طالبانو سره په اړیکه او په دې هڅه کې دی چې د افغانستان جګړې ته یو سیاسي د پای ټکي کیږدي. تر دې مخکې نړیوالو رسنیو ویلي ول چې ولسمشر غني د خلیلزاد د سولې د هڅو په جریان کې نه دی او له همدې کبله له دې بهیر څخه چندان راضي نه دي.
ولسمشر غني په ژنیو کې وویل چې د سولي بهیر بشپړیدو له پاره لږ تر لږه پنځو کلونو ته اړتیا شته چې په خبره یې لومړی کال یوازې د دواړو اړخونو تر منځ د اعتماد رامنځ ته کولو له پاره اړین دی. د ولسمشر دغه څرګندوني ښایي هغو رپوټونو ته اشاره وي چې ګواکي خلیلزاد د افغانستان د سولې بهیر د بشپړولو له پاره لنډ ضرب الاجل لري.
دا په داسې حال کې ده چې طالبانو تر اوسه پورې د سولې خبرو له پاره د کابل حکومت ټول وړاندیزونه رد کړي دي او ټینګار کوي چې یوازې له امریکا متحده ایالاتو سره خبرو ته چمتو دي.
احمد خالد حکیمي/ ژنیو