ولسمشر غني د سولي له پاره د نړيوالي اجماع جوړولو تلاښ کوي
۱۳۹۹ تیر ۱۶, دوشنبهولسمشر غني روانه اوونۍ د درو انلايني یا انترنتي کنفرانسونو کوربه توب کوي چي لومړی يې نن دوشنبه جوړيږي. په دغو ويديويي کنفرانسونو کي به د ۲۰ هيوادونو استازي گډون ولري.
د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وياند گران هيواد ويلي دي چي د دغو کنفرانسونو هدف له طالبانو سره د سولي د خبرو په موخه د يوې سيمه ايزي او نړيوالي «اجماع» جوړول دي.
د افغانستان حکومت ويلي چي په دغه کنفرانس کي به د امريکا متحده ايالاتو، روسيې، پاکستان، هندوستان، ايران، چين، مصر او قطر هيوادونو او ملگرو ملتونو استازي هم گډون ولري.
خو تر دغه کنفرانس لږ مخکي د جمهوررئيس غني وياند طالبان د بريدونو په ډيريدو ملامت کړل.
د غني وياند صديق صديقي خبريالانو ته وويل: «زموږ له اړخه د سولي د خبرو اترو له پاره هيڅ ممانعت نه سته، خو موږ وينو چي طالبان په دې پروسه کي جدي نه دي.»
افغان چارواکو ويلي دي چي د هغي موافقې له مخي چي طالبانو له امريکا متحده ايالاتو سره کړې ده چي پکښې د ۵۰۰۰ طالب بنديانو آزادېدل شامل دي، حکومت تر اوسه پورې د طالبانو ۴۰۰۰ بنديان آزاد کړي دي.