وسلوالو په کابل کې پر انترکانتیننتال هوتل برید کړی
۱۳۹۶ دی ۳۰, شنبهد هوټل مدیر احمد حارث نایاب، چې په خپله هم په تیښته بریالی شوی، د رویترز خبري آژانس ته ویلي دي چې برید کوونکي د هوټل ودانۍ ته ننوتي او اوس په هوټل کې میشت کسان د تیښتې هڅې کوي. حارث د پیښې د تلفاتو په اړه معلومات نه لرل.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش، ویلي دي چې لا تر اوسه پورې د پیښې جزئیات نه دي روښانه. تر دې څو ورځې مخکې په کابل کې د امریکا متحده ایالاتو سفارت ویلي وو چې کیدای شي د دې ښار پر هوټلونو باندې کوم برید ترسره شي.
د دانش په خبره برید کوونکي د پخلنځای له لارې د هوټل ودانۍ ته ننوتي دي او داسې ښکاري چې په ډله کې یې ځانمرګي برید کوونکي هم شامل وي. یوه عیني شاهد چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، ویلي دي چې برید کوونکو د هوټل یو شمیر کارکوونکي او میلمانه برمته نیولې دي. لا تر اوسه پورې د دغه برید پړه کومې ډلې پر غاړه نه ده اخیستې.
تر دې مخکې په ۲۰۱۱ کال کې هم په کابل کې پر انترکانتیننتال هوټل باندې برید شوی وو. دا د کابل یو له عصري هوټلونو څخه دی چې ویل کیږي د یکشنبې ورځې له پاره یې د یوه کنفرانس د کوربتوب له پاره چمتوالی نیوه.
د افغانستان د مخابراتو وزارت یوه چارواکي احمد وحید، ویلي دي چې د پیښې پر مهال په هوټل کې له ۱۰۰ څخه ډیر د معلوماتي تکنالوژي مدیران او انجینران موجود وو.
په کابل کې د امریکا متحده ایالاتو سفارت د پنجشنبې په ورځ امریکایي اتباعو ته یو ګواښ خپور کړی وو چې په کې راغلي وو: «موږ په داسې رپوټونو خبر یو چې افراطي ډلې کیدای شي د کابل پر هوټلونو بریدونه پلان کړي.»