ورځپاڼه: خلیلزاد له طالب استازو سره لیدلي دي
۱۳۹۷ مهر ۲۱, شنبهد «وال سټریټ ژورنال» امریکایې ورځپاڼې په حواله دا په تیرو څلورو میاشتو کې دویم ځل دی چې د امریکا او طالبانو تر منځ نیغ په نیغه خبرې ترسره کیږي. ورځپاڼې دا خبره د جمعې په ورځ (د سپټمبر میاشتې په ۱۲) د «باوري سرچينو» په حواله کړی ده.
تر اوسه معلومه نه ده چې په دې ناسته کې پر کومو موضوعاتو خبرې شوي دي. خلیلزاد هڅه کوي چې طالبان د مذاکراتو میز ته کښينوي. د افغانستان له پاره د امریکا متحده ایالاتو د ځانګړي استازي په توګه دا د خلیلزاد لومړی بهرنی سفر دی چې ترسره کوي یې.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت تر اوسه پورې د دې سفر او جزویاتو په اړه څه نه دي ویلي. د دغه وزارت یوه ویاند چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي ویلي دي چې د خلیلزاد دغه سري یا پټ سفر د هغو خبرو اترو د لړۍ په دوام ترسره کیږي چې هدف یې د افغانستان کړکیچ ته د حل لارې پیدا کول دي.
مخکې تر دې د جولای په میاشت کې د طالبانو استازو د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د یوې څانګې له مشرې سره خبرې اترې کړې وې. د یوې داخلي منبع په حواله د طالبانو پلاوي ټینګار درلود چې په دې خبرو اترو کې باید د افغان حکومت کوم پلاوی یا چارواکی ګډون ونه لري.
د سولی د خبرو اترو له لارې د افغانستان کړکیچ ته د حل لارې پیدا کولو په برخه کې هیلې وروسته تر هغې کمې شوي، کله چې د جون په میاشت کې تر یوه موقتي اوربند وروسته د دویم ځلي اوربند په هکله خبرې اترې له ناکامۍ سره مخامخې شوې.
په دې وروستیو کې طالبانو په پرله پسې ډول د افغانستان په مهمو ستراتیژیکو ولایتونو کې بریدونه ترسره کړي دي.
طالبانو په قطر کې له خليلزاد سره لیدنه تائید کړې
داسې ويل کيږي چې د طالبانو مشران او د متحده آيالاتو ځانګړی استازی زلمی خليلزاد به خپلو ليدنو ته دوام ورکړي څو د روانې جګړې د پای ته رسولو په مقصد نوې لارې چارې پيدا کړي. دغه خبره د طالبانو په يوه خبرپاڼه کې راغلې ده چې د شبنې په ورځ خپره شوه. د طالبانو وياند، ذبيح الله مجاهد په يوه بيانيه کې ويلي چې دواړو لورو د افغانستان د مسالې «د سوله يز حل او د پوځي حضور د پای ته رسولو په هکله خبرې کړې دي. په وينا يې دواړو لورو د راتلونکو غونډو په سر توافق هم کړی دی.»