وردګو کې طالبانو سره جګړې لږ تر لږه ۱۰ پولیس وژلي
۱۳۹۷ مهر ۱۵, یکشنبهد یکشنبې په ورځ د پولیسو یوه جګپوړي چارواکي وویل چې د وردګو ولایت په سید آباد ولسوالۍ کې طالبانو حکومتي ودانیو ته اور اچولی او د ولسوالۍ امنیه قوماندان یې له خپلو نهو تنو سرتیرو سره وژلی دی.
غزني ته څیرمه د وردګو پر ستراتیژیک ولایت باندې د وسلوالو طالبانو تکراري بریدونه په اصل کې د دغې ډلې قوت په ګوته کوي. دغه بریدونه دا هم څرګندوي چې د افغانستان تر پارلماني ټاکنو یوازې څو اونۍ وړاندې امنیتي وضعیت تر کومې کچې پورې ترینګلی دی.
د وردګو د والي ویاند عبدالرحمن منګل د برید په تړاو وویل چې طالبانو د ۱۰ پولیس سرتیرو تر وژلو وروسته پر یو شمیر ملکي کورونو باندې یرغل کړی، تازه رغول شوې امنیتي پوستې یې ویجاړې کړي او د ښار ځینو سیمو ته د بریښنا جریان یې قطع کړی دی.
منګل د خپلو خبرو په ترڅ کې وویل چې حکومتي ځواکونو د طالبانو د برید په ځواب کې عملیات پیل کړي، څو ښار ته د یاغیانو د رسیدو مخه ونیول شي.
په عین وخت کې د طالبانو یوه ویاند ذبیح الله مجاهد د برید په تړاو یوه اعلامیه هم خپره کړې ده. د اعلامیې په اساس یاغیانو د سید آباد ولسوالۍ مرکز او د ولسوالۍ ټولې امنیتي پوستې نیولې دي. اعلامیه همدا راز زیاتوي چې دوی په دې برید کې ګڼ شمیر امنیتي سرتیري وژلي، د دوی وسلې، پوځي تجهیزات او موټر یې نیولي دي.
بل لوري ته د وردګو په ګاونډ کې پروت د غزني ولایت د والي ویاند محمد عارف نوري بیا وايي چې د طالبانو په یوه برید کې یو سرتیری وژل شوی دی. د نوموړي په خبره طالبانو غوښتل چې د ولایت د ځینو سیمو کنترول ونیسي.
طالبانو د روان کال په اګست میاشت کې د غزني ولایت د نیولو په موخه پراخ ډله ایز بریدونه پیل کړل. غزني له ستراتیژیک پلوه یو له مهمو ولایتونو څخه شمیرل کیږي چې د هیواد جنوب له کابل سره وصلوي. د غزني ولایت په دغه برید کې د امنیتي ځواکونو شاوخوا ۱۵۰ غړو، ۹۵ ملکي کسانو او سلګونو طالبانو خپل ژوند له لاسه ورکړ.