1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستاوکرایین

د واګنر پوځي ډلې مشر: اوکراین کې جګړه به کلونو ته وغځيږي

۱۴۰۱ بهمن ۲۳, یکشنبه

د روسيې د خصوصي امنيتي شرکت واګنر مالک وايي په اوکراین کې روانه جګړه به کلونو ته وغځیږي. یوګني پريګوژین په یوې تازه مرکې کې ويلي دي چې ملېشې ېې دا وخت د دونباس د بخموت سېمې د نیولو په موخه شديده جګړه مخته وړي.

https://p.dw.com/p/4NMir
د جګړې اور - یو اوکراینی سرتيري د BM-21 توغندي ويشتونکي دستګاه د چلولو پر مهال
د جګړې اور - یو اوکراینی سرتيري د BM-21 توغندي ويشتونکي دستګاه د چلولو پر مهالانځور: Arman Soldin/AFP

د واګنر مشر، یوګني پريګوژین، په یوه ويډيويي مرکه کې چې د جمعې په ورځ ناوخته خپره شوه، ويلي دي چې ۱۸ میاشتې وخت به ونیسي تر څو روسيه د اوکراین پر ختیځه صنعتي سیمه دونباس بشپړ کنټرول حاصل کړي.

زیلنسکي وايي روسیه په نړۍ کې د اروپا ضد تر ټولو ستر قوت دی

دغه روسي ميلیونر چې د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين سره نژدې اړيکي لري او ملیشې ېې په جګړه کې مستقیم ښکيل دي، زیاته کړه که چېرته مسکو تصمیم ونیسی چې د دنيپرو سیند شرق ته پرتې سیمې ونیسي نو په هغه صورت کې کېدای شي جګړه آن درې کالونو پورې وغځيږي.

په خپله کریملين بيا د اوکراين جګړې په هکله چې څومره وخت به ونیسي له وړاندوينې ډډه کوي خو دا خبره کوي چې دغه جګړه به تر هغه وخته پورې چې روسيه په بشپړه توګه خپلو مقاصدو ته رسېدلي وي، ادامه ولري. روسيې د اوکراین جګړې ته د «ځانګړی پوځي عملیات» نوم ورکړی دی.

ولې د اوکراین د دفاع وزیر له دندې ګوښه کیږي؟

روسي ځواکونه د اوکراين پر لوهانسک او دونيڅک ایالتونو چې د دونباس سیمه ورڅخه متشکله ده، تمرکز لري. دا هغه سیمه ده چې د مسکو له ملاتړ څخه برخمن بيلتون غوښتونکي په کې له ۲۰۱۴م کال راهيسې جنګيږي.

د واګنر مشر، یوګني پريګوژین
د واګنر مشر، یوګني پريګوژینانځور: Uncredited/AP/dpa/picture alliance

پريګوژین وویل چې د واګنر پوځي ډلې مليشې دا وخت د دونباس د بخموت سيمې چې د اوکراینیانو تر ټولو قوي مرکز دی، د نیولو له پاره سخته جګړه مخته وړي. هغه ومنله چې اوکرايني ځواکونه په بخموت کې سخت مقاومت کوي.

د م. م. عمومي منشي د يوې سترې جګړې د پېليدو په اړه اندېښمن دی

په دونباس کې د جګړې سره سره مسکو د اوکراین د انرژۍ په زيربناوو خپلې حملې جاري ساتلي دي. مسکو هڅه کوي اوکراین په سوړ ژمي کې د اوبو او بریښنا له اړخه هم تر فشار لاندې راولي. اسوشتيد پریس له کيفه ليکي چې روسي ځواکونو یوازې د جمعې په ورځ (د فبرورۍ ۱۰مه) د اوکراين پر مهمو زیربناو ۱۴ ځله درنې حملې وکړې.

د اوکراین د انرژۍ شرکت، اوکراينیرګو، د شنبې په ورځ وضعيت «سخت خو د کنټرول وړ» وښود.

ناټو له اوکراین سره ۱۱۲ میلیارده یورو مرسته کوي

روسېې تېرکال د فبرورۍ په ۲۴مه پر اوکراین پوځي يرغل وکړ. سپېنې ماڼۍ د جمعې په ورځ وويل چې د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر، جو بایډن، د دغې جګړې د یو کال پوره کېدو په مناسبت د ناټو متحد هیواد پولند ته سفر کوي. د سپېنې ماڼۍ د مطبوعاتو مسئولې، کرین جين پاير، وويل چې د بایدن سفر به د فبرورۍ په ۲۰ تر ۲۲ پورې وي چې په کې به هغه له خپل پولنډي سیال، اندژي دودا او د بخارست ۹ له غړو سره وګوري. بخارست ۹ د ناټو د شرقي اروپا یوه ډله ده. پولنډ ته د بایدن سفر به په مسکو کې د فبرورۍ په ۲۱مه د روسېې د ولسمشر، ولاديمير پوتین، له وينا سره په یو وخت کې وي.

(AP,AFP)mks/mns

له آرشیف څخه یو انځوريز البوم:

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل