1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بهر کې افغان ديپلوماتان په بي برخلیکه حالت کې ژوند کوي

۱۴۰۰ شهریور ۲۶, جمعه

په چټکۍ سره قدرت ته د طالبانو په رسیدلو سره، بهر کې په سلونو افغان ديپلوماتان د افغانستان په سیاسي نمايندګيو کې په بې برخليکۍ کې ژوند کوي. دوی له يوې خوا د پيسو له کمښت سره مخ او له بلې خوا خپلو کورنيو ته انديښمن دي.

https://p.dw.com/p/40S2a
Deutschland Afghanische Botschaft in Berlin
انځور: Afghan Embassy in Berlin

طالبانو د روانې سه شنبې په ورځ وويل چې د افغانستان ټولو سفارتخانو ته يې پیغام استولی او ويلي يې دي چې ديپلوماتان دې خپلو کارونو ته ادامه ورکړي.

خو په کاناډا، آلمان او جاپان کې د افغانستان د سفارتونو اتو کارمندانو د رويټرز خبري آژانس ته د انديښنو په ښکاره کولو، د خپلو نمایندګيو د نه فعاليت خبرې کړي دي. دوی د امنيتي دلایلو له مخې خپل نومونه نه دي ښودلي.

په برلین کې يوه افغان ديپلومات وويل: «زما همکاران دلته او همدارنګه په اکثرو نورو هیوادونو کې له کوربه هيوادونو څخه غوښتنه کوي چې هغوي ومني.» ده په کابل کې د خپلې ميرمنې او څلورو ماشومانو د امنيت په خاطر ونه غوښتل چې نوم يې په رپوټ کې خپور شي.

دغه افغان ديپلومات زیاته کړه: «زه واقعا خواهش کوم. ديپلوماتان حاضر دي چې مهاجر شي.» هغه د خپلو خبرو په ادامې وويل چې غواړي په کابل کې د خپل کور په ګډون ټول شیان خرڅ کړي «تر څو هر څه له سره پیل کړي.»

د نړیوالو روابطو د چارو کارپوه، افضل اشرف، وايي چې په بهر کې د افغانستان سياسي نمايندګيانې د يوه «اوږده مبهم وضعیت» له دورې سره مخ دي. هغه زیاته کړه: «سفارتخانې څه کولی شي؟ هغوی د کوم حکومت استازيتوب نه کوي. هغوی د اجرااتو له پاره کومه مشخصه پالیسي نه لري.» د اشرف په خبره، د سفارتخانو کارمندان افغانستان کې د امنيتي دلایلو له مخې ستنیدلو ته زړه نه ښه کوي او دوی به په کوربه هیوادونو کې پناهندګي ترلاسه کړي.

«پیسې نشته»

د افغانستان د پرځول شوي حکومت د ديپلوماتانو يوې ډلې، په يوه ګډه اعلاميه کې د نړۍ له رهبرانو غوښتي چې د طالبانو حکومت په رسميت ونه پيژني.

Afghanistan Kabul | Mawlawi Amir Khan Muttaqi, Außenminister Übergangsregierung
د طالبانو د سرپرست حکومت خارجه وزیر، اميرخان متقیانځور: Bilal Guler/Anadolu Agency/picture alliance

د طالبانو د سرپرست حکومت خارجه وزير، امیرخان متقي، د چهارشنبې په ورځ په کابل کې یوه خبري کنفرانس کې ويل چې ټولو سفارتخانو ته یې يو پيغام استولی او ورڅخه يې غوښتي چې خپلو کارونو ته ادامه ورکړي. هغه د افغانستان ديپلوماتانو ته په خطاب کې وويل: «افغانستان پر تاسو باندې ډيره پانګونه کړې، تاسو د افغانستان سرمايه یاست.»

د افغانستان يوه لوړپوړي ديپلومات اټکل وکړ چې په سفارتخانو کې به شاوخوا ۳۰۰۰ کسان کار کوي او یا په مستقیمه توګه د سفارتخانو له کارکوونکو سره تړاو لري.

د اشرف غني په مشرۍ د افغانستان پرځول شوی حکومت هم د سپتمبر په اتمه بهرنيو نمايندګيو ته د یوه لیک په استولو د طالبان حکومت «غيرمشروع» بللی او له سفارتخانو څخه يې غوښتي دي چې «خپلو عادي دندو او فعالیتونو ته ادامه ورکړي.» خو په سفارتخانو کې وضعیت بل ډول دی.

په کاناډا کې د افغانستان د سفارت یوې سرچينې رويټرز ته وويل: «هيڅ پیسې نشته. په دې شرایطو کې د سفارت فعاليت ناممکنه دی. ما تنخواه نه ده اخیستې.»

په نوي ډيلي کې د افغانستان د سفارت دوو کارمندانو هم وویل چې د دغه سفارت پيسې نور مخ په خلاصیدو دي. 

دوی دغه راز وويل چې نه غواړي خپل هیواد ته بیرته ستانه شي، ځکه ويره لري چې پخواني حکومت سره د کار کولو په دلیل به مجازات شي. د دوی له ډلې یوه يې وويل: «باید د سفارت په ودانۍ کې پاتې شم او انتظار وباسم تر څو یو هیواد ما او زما کورنۍ ومني.»

په تبعید کې یو حکومت

Afghanistan Kabul | Anti-Pakistan Proteste
طالبانو د اګست میاشتې په ۱۵مه د افغانستان حکومت نسکور او قدرت يې ترلاسه کړ - په کابل کې د پاکستان ضد مظاهرې انځورانځور: REUTERS

د افغانستان ځيني سفیران په ښکاره توګه پر طالبانو نيوکې کوي. په اتريش کې د افغانستان سفیره، منيژه باختري، په پر له پسې توګه پر خپل ټويټر د طالبانو خلاف لیکي او طالبان د بشر حقونو پر نقضولو تورنوي.

همدارنګه په چین کې افغان سفير، جاوید احمد قایم، نړۍ ته خبرداری ورکوی چې د طالبانو پر ژمنو باور ونه کړي.

خو یو شمیر نورو افغان ديپلوماتانو د اوس له پاره چوپتيا غوره کړې او هیله مندي ښکاره کوي چې کوربه هيوادونه به ډير ژر د طالبانو حکومت په رسميت وپيژني. د افغانستان د یو تعداد نورو ديپلوماتانو سترګې بیا د نړۍ د مشرانو غونډې ته دي کوم چې راتلونکې اوونۍ په نیویارک کې د ملګرو ملتونو په مقر کې دایريږي، هغه ځای چې لا معلومه نه ده چې د افغانستان څوکۍ به يې چا ته رسیږي.

په تاجیکستان کې د افغانستان د سفارت يوې سرچينې ويلي دي چې يو شمیر کارمندان يې په وروستيو اوونيو کې په دې بریالي شوي چې خپلې کورنۍ دغه هیواد ته راولي او په پام کې ده چې دغو کورنیو ته د سفارت په محله کې هستوګنځایونه ورکړي.

په جاپان کې يوه افغان ديپلومات وويل: «دا روښانه ده چې هيڅ افغان ديپلومات چې په بهر کې ماموریت لري، نه شي کولی بیرته هیواد ته ستون شي. موږ تصیم لرو په هر ځای کې چې يو هملته پاتې شو او ممکن ځینې هیوادونه موږ ومني، ځکه چې موږ د داسې يو حکومت غړي يو چې په تبعید کې دی.»

دویچه وله د/م.ک.ص./م.ن.ص.