1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

واشنګټن: بشري حقونه په ټوله نړۍ کې تر ګواښ لاندې دي

۱۴۰۱ فروردین ۲۴, چهارشنبه

د امريکا متحده ايالاتو د حکومت په خبره بشري حقونه په ټوله نړۍ کې له زوال سره مخامخ دي چې د اوکراين جګړه يې يو مثال دی. خو واشنګټن افغانستان ته هم اشاره وکړه.

https://p.dw.com/p/49sAs
USA - Indien Außen- & Verteidigunsministertreffen in Washington | Antony Blinken
انځور: Michael A. McCoy/Pool/REUTERS

د امريکا د بهرنيو چارو وزير، انتوني بلينکن، رسنيو ته د بشري حقونو د خپل کلني رپوټ په وړاندې کولو سره وويل چې »له ډېرو کلونو راهيسې، موږ د نړۍ په ډېرو برخو کې د خبرداري وړ ديموکراسۍ، د قانون د حاکميت او د بشري حقونو شاتګ ليدلی دی.« د هغه په خبره له کله راهيسې چې پروسږ کال وروستی رپوټ خپور شوی وو، »دغه زوال، له بده مرغه، دوام موندلی دی.«

بلينکن په اوکراين کې د روسيې »تاوتريخجنې جګړې« ته ګوته ونيوله او د دغه زوال يوه تر ټولو څرګنده بېلګه يې وبلله چې يو ځل بيا يې د مسکو پر پوځي ځواکونو تور پورې کړ چې د هغوی له خوا تر اشغال لاندې سيمو کې »پراخ ظلمونه« تر سره کوي.

په دې لړ کې بلينکن »هغه مړي چې لاسونه يې تړلي دي، پر سړکونو پراته دي، تياترونه، د رېل تمځای، د آپارتمانونو ودانۍ چې په خاورو بدلې شوي او په کومو کې چې ملکي وکړي« پاته دي، ياد کړل. د هغه په خبره: »موږ دا هر څه د هغو ښځو او نجونو په شاهدۍ او خبرو کې اورو چې جنسي تېری ورباندې شوی او کلابند شوي ملکيان وينو چې د لوږې او يخ څخه مري.«

بلينکن همداراز د امريکا متحده ايالاتو په نورو مخالفو هيوادونو کې له بشري حقونو څخه سرغړونې وغندلې چې يو ځل بيا يې په چين باندې د ايغور مسلمانانو په وړاندې د »نسل وژنې« تور ولګاوه. هغه همداراز طالبان وغندل چې »د ښځو، مظاهره کوونکو او ژورناليستانو خپل سرو نيونو« ته يې زور ورکړی. 

خو بلينکن همداراز د واشنګټن پر متحدينو انتقاد وکړ لکه مصر چې د مدافع وکيل او د بشري حقونو يو فعال، محمد الباقر يې زنداني کړی دی. بلينکن ورپسې ايتوپيا ياده کړه چې په خبره يې »په شخړه کې ښکېلو ټولو اړخونو پکې... ظلمونه کړي دي« او چېرته چې »په زرونو ايتوپيايان ناحقه په ژوند ګواښونکو شرايطو کې بنديان شوي دي.«

Afghanistan Protest afghanischer Frauen und Mädchen in Kabul für das Recht auf Schulbildung
په افغانستان کې د ښځو او بشري حقونو وضيت هم د اندېښنې وړ بلل شوی دیانځور: AHMAD SAHEL ARMAN/AFP

د امريکا متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزير، انتوني بلينکن د بشري حقونو د ډلو له خوا داسې نيوکې بيا رد کړې چې په خبره يې د ولسمشر جو بايدن اداره چې وايي خپله بهرنۍ تګلاره يې پر بشري حقونو متمرکزه کړې ده، د امريکا پر ځينو متحدينو باندې د بشري حقونو د راعايت په موخه کافي فشار نه واردوي.

د بلينکن په خبره: »که يو هيواد مو دوست وي يا داسې کوم هيواد وي چې ډېر مشکلات ورسره لرو، خو هغه د اندازه ګيرۍ معيار عين شی دی.«

د بلينکن په وينا: »دا د بشري حقونو اساسي زړی او پرينسيپ دی، يعنې دا چې هغه په هر چا پورې صدق کوي.«