1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

هیومن رایټس واچ: په میانمار کې د روهنگیا کلي وران شوي

۱۳۹۵ آذر ۱, دوشنبه

هیومن رایټس واچ د میانمار په شمال لویدیځ کې د سټلایټ د انځورونو په مرسته د کلیو د سوځیدو او ویجاړيو رپوټ ورکړی. دغه ځای د روهنگیا مسلمان اقليت ټاټوبی دی.مرستندویه ادارې چې د پیښو د معلومولو هڅه کوي له خنډون سره مخامخ دي.

https://p.dw.com/p/2T0KS
Myanmar Konfikte in Rakhine Region
انځور: Reuters/Soe Zeya Tun

د خبري آژانسونو د رپوټونو له مخې هیومن رایټس واچ یا د بشري حقونو نړیوال سازمان د دوشنبې په ورځ ویلي دي چې د میانمار د پوځ له خوا د روهنگیا پر ضد د اقداماتو په ترڅ کې د بنگله دیش پولي ته څیرمه ۱۲۵۰ ودانۍ ویجاړې شوي دي. فعالانو دغه رپوټ د سټلایټ د انځورونو په حواله ورکړی دی.

تر دې دمخه د میانمار چې پخوانی نوم یې برما دی، حکومت ویلي ول چې یاغیانو تر ۳۰۰ کم کورونه په دې موخه سوځولي دي چې «د حکومتي ځواکونو او خلکو تر منځ د سوتفاهم زړی وشیندي.»

د آسیا له پاره د هیومن رایټس واچ مشر برېد آدمز، د سټلایټ نوي انځورونه «د خطر د زنگ» په توگه یاد کړي دي. د هغه په خبره سټلایټونو د ځینو کلیو سوځیدل هم کشف کړي دي. برېد آدمز زیاته کړې ده: «په ظاهري توگه د روهنگیا د پنځو کلیو سوځولو پیښه د جدي اندیښنې وړ موضوع ده او اړتیا ده چې د برما حکومت یې په هکله څیړنې وکړي او مسئول کسان تعقیب کړي.»

د میانمار ۱،۱ میلیون روهنگیا مسلمانان د رخنې سیمې زیاتره نفوس جوړوي، خو هغوی د دغه هیواد له تابعیت او نورو لومړنیو حقوقو بې برخي دي. دغه هیواد چې زیاتره اوسیدونکي یې بودایان دي روهنگیا د بنگله دیش هیواد د غیر قانوني کډوالو په توگه انگیري.

نوی مشرتابه تر فشار لاندي دی

د تاوتریخوالي نوې څپې له هغه وروسته زور واخیست چې نامعلومه وسله والو د اکتوبر میاشتې پر نهمه نېټه سرحدي پولې ته څیرمه پر درو پوستو باندې د برید په ترڅ کې درې افسران ووژل. په نایپیداو کې حکومت د دغه برید له پاره د روهنگیا یوه ډله مسئوله وگڼله.

د سرکوبۍ په تعقیب کې لږ تر لږه د ۷۰ تنو د وژل کیدو او۴۰۰ کسانو د نیولو رپوټونه ورکړل شول، خو فعالان داسې اندیښنه څرگندوي چې ښایي اصلي شمیر تر دې لوړ وي. لږ تر لږه ۳۰۰۰۰ کسان له خپلو کورونو بې ځایه شوي دي. زیاته شوې ده چې عیني شاهدانو او شکمنو قربانیانو پر پوځ باندې د جنسي تیريو تورونه لگولي دي.

په میانمار کې اوس د نوبل د سولي جایزې گټونکې آنگ سان سوچي، گوند تر څو لسیزو پوځي دیکتاتورۍ وروسته اوس په واک کې دی. ځیني کارپوهان د پوځ د کنترولولو په هکله د دغه ادارې شپږ میاشتنۍ وړتیا تر پوښتنې لاندې راولي. اوس هم د امنیتي وزارتونو مسئولیت له پوځ سره دی.

د میانمار حکومت پر فعالانو تور لگوي چې د تاوتریخوالي په کچه کې له مبالغې څخه کار اخلي. په عین وخت کې نړیوال څارونکي، خبریالان او مرستندویه ادارې چې په سیمه کې د ادعاوو د معلومولو له پاره هڅه کوي له محدودیتونو سره مخامخ دي.

آدمز په دې هکله وایي: «د نومبر پر ۱۵نېټه د حکومت ویاند، هیومن رایټس واچ د حکومت انځور ته د زیان رسولو له پاره د توطیې د یوې برخې په توگه یاد کړ.»

ادمز یادونه وکړه چې «د پوځي واکمني دورې په شان د تورونو او انکار د غبرگون پر ځای، حکومت باید په ساده ډول حقیقت ته نظر واچوي او د برما د ټولو خلکو د ساتنې له پاره چې له هر دین او ملیت سره تړاو لري بايد گام واخلي.»

د هغه په خبره حکومت باید خبریالانو او د بشري حقونو څیړونکو ته د پیښو سیمو ته د لاس رسي له پاره اجازه ورکړي.

نور مطالب: