هند: په ترافيکي پېښه کې ۱۶ عسکر مړه شوي دي
۱۴۰۱ دی ۲, جمعه
د هندوستان پوځ په یوه اعلامیه کې ويلي دي چې په دغه پېښه کې څلور تنه ټپیان شوي هم دي چې د هوا له طريقه د پوځ یوه نژدې روغتون ته لیږدول شوي دي.
د پوځ په خبره، پېښه د هندوستان سیکیم ایالت مرکز، ګنګتوک ښار په سل کېلومترۍ کې د چاتین په نوم سیمه کې رامنځ ته شوې ده. پوځ زیاته کړې ده چې لارۍ په یوه غرنۍ سیمه کې په شتاب د راګرځيدو له امله ښوېدلې او تنګي ته لوېدلې ده.
د هندوستان دفاع وزير راج ناتھ سینګ ويلی دی چې هغه د پوځیانو په مړينه سخت دردمن شوی دی.
په هندوستان کي تر ۵۰ ډېر کسان شرابو مړه کړي
په هندوستان کې د خرابو لارو له کبله زياتي ترافيکي پيښې رامنځ ته کيږي. د دغه هیواد د پولیسو په خبره، هر کال په ترافيکي پيښو کې ۱۱۰زره کسان مړه کيږي. د سړکونو خرابوالی، د موټرچلونکو بې احتیاطي او د موټرو زوړالی د ترافيکي پيښو ستر لاملونه ښودل کيږي.
شاوخوا درې میاشتې مخکې د ګاونډي هیواد پاکستان پوځ هم ويلي ول چې یوه ګړنګ ته د پوځ د ېوې لارې د لويدو په پېښه کې ۹ پاکستاني عسکر مړه او ۴ نور ټپیان شوي دي. د پاکستان پوځ هغه وخت ویلي ول چې دغه پېښه د پاکستان تر کنټرول لاندې کشمير په غرنۍ سیمه کې رامنځ ته شوې ده.
له آرشیف څخه یو انځوریز البوم: