1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
ټولنههندوستان

هند: د یوې مدرسې د نړولو پر سر مذهبي شخړه کې څو کسان وژل شوي

۱۴۰۲ بهمن ۲۰, جمعه

د هند چارواکي وايي چې په دغه هېواد کې د یوې مدرسې د ویجاړولو له امله د مذهبي شخړو په پایله کې درې کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي. دا په دغې هېواد کې د اسلامي بنسټونو د ویجاړولو وروستی مورد دی.

https://p.dw.com/p/4cEKm
Indien ED Razzia TMC Führer Sk Shahjahan
انځور: Satyajit Shaw/DW

 

یوه لسیزه وړاندې چې کله لومړی وزیر نریندرا مودي واک ته رسېدلی، هندو ملتپالې ډلې د اسلامي بنسټونو خلاف مبارزې کې لا وړاندې تللي دي. د هند د شمالي اوتارکند ایالت چارواکيو د پنجشنبې په ورځ وویل چې یوه مدرسه او یو مسجد یې د پنجشنبې په ورځ له دې امله ویجاړ کړل، چې له اجازې پرته یې جوړ کړي ول.

پولیسو ویلي دي چې مسلمانو په لاریونونو کې د دوی پر لور ډبرې غورځولې، چې له امله یې دوی اوښکن ګاز وکاراوه. د پولیسو یوه ویاند نیلش انند خبریالانو ته وویل چې په هلدواني ولسوالۍ کې د شخړو له امله درې کسان وژل شوي دي.

د سیمې یوه بل چارواکي واندانا سینګ ویلي دي چې لسګونه ټپیان ځايي روغتونونو ته لېږدول شوي دي. هغه وویل، پر بلواګرو د ډزو حکم ورکړل شوی دی. په خواله رسنیو کې له دغې پېښې خپروو شویو انځورونو کې ښکاري، چې د دغې سیمې هندوان د مسلمانانو پر ضد شعارونه ورکوي او پر هغوی د کاڼو ګوزارونه کوي.

د هند ایودیا ایالت کې د مسجد پر ځای جوړ شوی مندر
د هند ایودیا ایالت کې د مسجد پر ځای جوړ شوی مندرانځور: Rajesh Kumar Singh/AP Photo/picture alliance

د شخړو له پیل سره د هلدواني چارواکیو انټرنیټي خدمات ودرول، ښوونځي یې رخصت کړل او پر تلو راتلو او لویو غونډو جوړولو یې بندیز ولګاوه.

چارواکيو ویلي دي، چې د دغه ایالت له نورو برخو امنیتي ځواکونه دغې سیمې ته د حالت د کابو کولو له پاره ورغلي دي. د اوتارکند ایالت وزیر پوشکر سینګ دامي وویل چې دولت به هغه کسان مجازات کړي، چې په ناارامۍ کې لاس لري. هغه د جمعې په ورځ په خواله رسنیو کې یوه پوسټ کې لیکلي: «هر څوک چې د ارامۍ د خرابولو هڅه وکړي، وبه نه ژغورل شي.»

له کله راهیسې چې نریندرا مودي واک ته رسېدلی، له ۲۰۱۴م کال راهیسې په هند کې په قانوني ډول د هندوانو د برترۍ د ثبتولو غوښتنې ډېرې شوي دي چې دې کار د دغه هېواد ۲۱۰ میلیونه مسلمانان اندېښمن کړي دي.

تېره میاشت لومړي وزیر نریندرا مودي د هند په شمالي ایودیا ایالت کې یو لوی مندر پرانست، چې د یوه پخواني او د پېړیو مخینه لرونکي مسجد پر ځای جوړ شوی. دغه مسجد هندوانو ویجاړ کړی.

AFPE / 0623 / AFPE / DRINGEND

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب