1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

هندوستان: د شانګهای سازمان دې له افغانستان سره مرسته وکړي

۱۴۰۲ تیر ۱۳, سه‌شنبه

د هند لومړي وزیر نريندرا مودي د شانګهای د همکاريو سازمان غونډې ته ویلي چې چين، هند، ايران، پاکستان، روسيه او د منځنۍ اسيا هېوادونه بايد له افغانستان سره مرسته او د ترهګرۍ، د خوراکي، سون توکو او سرې کمښت سره مبارزه وکړي.

https://p.dw.com/p/4TOTu
Usbekistan Samarkand | SOC GIpfeltreffen
انځور: picture alliance / ASSOCIATED PRESS

د هندوستان لومړي وزیر نریندرا مودي په داسې حال کې د سه شنبې په ورځ د شانګهای د همکاريو سازمان (SCO) د مجازی سرمشریزې کوربه و چې په دغه سازمان کې د ایران تر ګډون وروسته د اروپا سیاسي او امنیتي بلاک هڅه کوي څو خپل نفوذ پراخ کړي.

مودي د خپلې وینا په یوه برخه کې وویل چې نړۍ په شخړو، کړکیچونو او د کرونا وبا له اغیزو سره لا هم مخ ده او د نړۍ د خوراکي توکو، سون موادو او کیمیاوې سرې بحران د ټولو هیوادونو له پاره اوس سترې ننګونې دي. مودي وویل: «موږ باید په ګډه فکر وکړو چې ایا موږ د یوې ډلې په توګه د خپلو خلکو د هیلو او ارمانونو د پوره کولو وړتیا لرو؟ ایا موږ د عصري ننګونو سره د مقابلې وړتیا لرو؟»

مودي همدا راز د خپلې وینا په یوه برخه کې پوښتنه وکړه چې: «ایا شانګهای سازمان یوه داسې ډله ده چې د راتلونکي له پاره په بشپړه توګه چمتو ده؟»

د شانګهای امنیتي سازمان غونډې ته نریندرا مودي ویلي چې غړي هیوادونه دې له ترهګرۍ سره مبارزه او افغانستان سره مرسته وکړي.
د شانګهای امنیتي سازمان غونډې ته نریندرا مودي ویلي چې غړي هیوادونه دې له ترهګرۍ سره مبارزه او افغانستان سره مرسته وکړي. انځور: Alexander Kazakov/dpa/picture alliance

د شانګهاي په امنیتي کنفرانس کې چې په انلاین ډول یې غونډه را بلل شوې وه، پکې د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين، د چين ولسمشر شي جين پينګ، د پاکستان لومړي وزير شهباز شريف او د منځنۍ اسيا د څلورو هيوادونو مشرانو او همدارنګه د ايران ولسمشر ابراهيم رئيسي هم پکې د انترنت له لارې برخه اخیستې وه.

د شانګهای د همکاریو سازمان په ۲۰۰۱م کال کې د چین او رسیې له لوري جوړ او د پخواني شوروي اتحاد د مرکزي آسیا اته هیوادونه یې غړي دي. بیا وروسته هندوستان او پاکستان هم د دایمي غړو په توګه ورزیات شول. دوی په ګډه غواړي چې د اروپا – آسیا په تړاو د غرب نفوذ سره د مبارزې له پاره ګډې هلې ځلې وکړي.

ټاکل شوې ده چې ایران به هم د سه شنبې په ورځ په دغه سازمان کې د نهم غړي په توګه ور زیات شي. سربیره پر دې سپینه روسیه یا بیلاروس به د مکلفیتونو د یوه یاداشت تر لاسلیک وروسته د دې سازمان نوی غړی شي.

د هندوستان لومړي وزیر نریندرا مودي په داسې حال کې د سه شنبې په ورځ د شانګهای د همکاريو سازمان (SCO) د مجازی سرمشریزې کوربه و چې په دغه سازمان کې د ایران تر ګډون وروسته د اروپا سیاسي او امنیتي بلاک هڅه کوي څو خپل نفوذ پراخ کړي.
د هندوستان لومړي وزیر نریندرا مودي په داسې حال کې د سه شنبې په ورځ د شانګهای د همکاريو سازمان (SCO) د مجازی سرمشریزې کوربه و چې په دغه سازمان کې د ایران تر ګډون وروسته د اروپا سیاسي او امنیتي بلاک هڅه کوي څو خپل نفوذ پراخ کړي.انځور: Mikhail Metzel/TASS/dpa/picture alliance

کله چې یاد دواړه هیوادونه، چې اوس په دغه سازمان کې د ناظر په توګه ګډون لري او له مسکو سره نیږدې اړیکې لري، د شانګهای سازمان د غړو په توګه ومنل شي، دا به په اروپا او آسیا دواړو کې د یادې ډلې لویدیځ اړخ لا پسې پراخ کړي.

له افغانستان سره د مرستې غږ

د نریندرا مودي تر وینا وروسته، د چین ولسمشر شي جین پینګ وویل چې تمرکز باید په عملي همکارۍ او اقتصادي بیارغونې وي. د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف بیا په خپله وینا کې وویل چې نړیواله ټولنه د افغانستان په اړه د بنبست په حالت کې ده او د بشري ناورین د مخنیوي له پاره له کابل سره مهمې مرستې بندې شوې دي.د چين، روسيې او مرکزي اسيا مشرانو امنيتي غونډه رابللې

د شنګهای د همکاریو سازمان دا سرمشریزه متحده ایالاتو ته د مودي تر رسمي او مهم سفر یوازې دوې اونۍ وروسته راټوليږي. امریکا متحده ایالات او هندوستان دواړه ځانونه «په نړۍ کې تر ټولو نږدې متحدین» بولي.

هندوستان چې سږکال د شانګهای د همکاریو سازمان او۲۰ سترو صنعتي هیوادونو یا G20 سرمشریزې مشري پر غاړه لري، پر اوکراین باندې د روسیې تر یرغل او په نړۍ کې د بیجینګ د مخ پر زیاتیدونکي نفوذ پرمهال په ډیپلوماټیک ډول له غربي هیوادونو سره پر یوه نازکه ډیپلوماټیکه لاره روان دی.

سربیره پر دې د روسیې ولسمشر ولاديمیر پوتین تیره اونۍ په یوه تلیفوني اړیکه کې له مودي سره خبرې وکړې. د خبرو اترو په ترڅ کې، مودي د اوکراین د جګړې په اړه د خبرو اترو او ډیپلوماسۍ غوښتنه وکړه.

تمه کیږي چې د روان کال په سپتمبر میاشت کې به د روسيې ولسمشر پوتین او د چین ولسمشر شي د هند په کوربتوب د ۲۰ سترو صنعتي هیوادونو یا G20 سرمشریزه کې د ګډون له پاره نوي ډهلي ته ولاړ شي. زیاته شوې ده چې په یاده سرمشریزه کې به د امریکا ولسمشر جو بایدن او د نورو غړو هیوادونو مشران هم ګډون ولري.