هلمند ـ ځانګړو ځواکونو د طالبانو له بنده ملکیان آزاد کړي
۱۳۹۷ آذر ۱۷, شنبهد شنبې په ورځ (د ۲۰۱۸م کال د دسمبر میاشتې په ۸ نیټه) یوه افغان چارواکي وویل چې په جنوبي ولایت هلمند کې د افغان ځانګړو ځواکونو په یو لړ عملیاتو کې د طالبانو له بند څخه ۱۱ ملکي زندانیان آزاد کړل شوي دي. د پوځ ویاند ولي خان په دې تړاو ویلي چې دغه کسان د څو میاشتو راهیسې د هلمند ولایت په سنګین ولسوالۍ کې د طالبانو په بند کې ساتل کیدل. د ولي خان په خبره طالبانو پر دغو کسانو باندې له پوځ سره د مرستې تور پورې کړی وو. په دې عملیاتو کې امنیتي ځواکونو ته کومه مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
په عین حال کې په وروستیو میاشتو کې افغان ځانګړو ځواکونو په دغه جګړه ځپلي ولایت کې د طالبانو له بیلابیلو زندانونو څخه د میرمنو او ماشومانو په ګډون په لسهاوو ملکي زندانیان آزاد کړي دي.
بل لوري ته د هیواد په شمالي ولایت جوزجان کې د هوايي عملیاتو په ترڅ کې د طالبانو یو مهم قومانان وژل شوی دی. په بلخ ولایت کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو د مطبوعاتو مسوول حنیف رضايي ویلي چې د ولي محمد په نامه د طالبانو دغه قوماندان په جوزجان ولایت کې د امنيتي ځواکونو یو له مهمو هدفونو څخه وو. رضايي د هوايي عملیاتو په هکله وویل چې د جوزجان ولایت په فیض آباد ولسوالۍ کې د هوايي بریدونو په پایله کې د طالبانو د دغه مهم قوماندان درې تنه نیږدې کسان ټپیان شوي هم دي.
تیره اونۍ د ملا منان په نامه د طالبانو یو مهم مشر په جنوبي هلمند ولایت کې د امریکايي ځواکونو د یوه هوايي برید په پایله کې ووژل شو. ملا منان د هلمند ولایت له پاره د طالبانو والي او د دې ډلې یو له مهمو پوځي قوماندانانو څخه شمیر کیدو.