هرات: د طالبانو په برید کې پنځه تنه وژل شوي
۱۳۹۷ دی ۲۳, یکشنبهد هرات ولایت ویاند جیلاني فرهاد د آلمان خبري آژانس dpa ته ویلي دي چې دری تنه بریدګرو د شنبې ورځې په ماښام «شپږو بجو» د هرات ولایت په مرکز کې د پولیسو پر یوې حوزې برید پیل کړ. د هغه په خبره دری واړه بریدکونکي وژل شوي دي.
جیلاني وویل چې په دې دوه ساعته جګړه او په موټر کې د ځای پر ځای شویو چاودیدونکو توکو د برید په پایله کې څلور تنه پولیس ټپیان شوي هم دي.
د طالبانو یوه ویاند قاري یوسف احمدي په یوه تویتري پیغام کې د شنبې ورځې د برید مسئولیت منلی دی.
طالبان چې په افغانستان کې د یاغیانو یوه تر ټولو لویه ډله شمیرل کیږي په ځانګړي توګه یې د ۲۰۱۴ م کال په دسمبر میاشت کې په دغه هیواد کې د ناټو د نظامي ماموريت تر پای ته رسیدو وروسته، یو وار بیا د واک ترلاسه کولو له پاره خپل بریدونه زیات کړي دي.
په اوس وخت کې افغان حکومت د دغه هیواد د خاورې پر تر نیمایي لږ ډیرې برخې کنترول لري.
د امریکایې پوځ د اطلاعاتو په حواله د پاتې ۳۰ سلنه برخې د کنترول ترلاسه کولو پر سر د حکومتي ځواکونو او وسله والو مخالفينو ترمنځ رقابت روان دی.
د جولای میاشتې راهیسې د افغانستان د معضلې د سیاسي حل لارې د پیدا کولو په موخه د امریکا او طالبانو د استازو ترمنځ څلور واره نیغ په نیغه خبرې اترې ترسره شوي دي.