1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

هرات ته د ترکمنستان د وارداتي برېښنا مزی وتړل شو

محمد اسماعیل شاکر
۱۴۰۱ آذر ۲۴, پنجشنبه

د افغانستان د برېښنا شرکت انجينران توانیدلي دي چې د هرات-ترکمنستان ترمنځ د وارداتي برېښنا مزی پيوند شوی دی.

https://p.dw.com/p/4KzBo
آرشیف انځور: افغانستانن لپاره د تاجیکستان وارداتي برېښنا
آرشیف انځور: افغانستانن لپاره د تاجیکستان وارداتي برېښناانځور: picture-alliance/dpa

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي دي چې د افغانستان د برښنا شرکت انجينرانو هرات ته د ترکمنستان د وارداتي برېښنا مزی په موقتي ډول تړلی دی.

هغه پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي: «د اوس له پاره د دغه ولایت د برېښنا اړتیاوې رفع شوې.»

له ترکمنستانه هرات ولایت ته د وارداتي برېښنا مزی دوې ورځې وړاندې په رباط سنګي ولسوالۍ کې د توپان له امله پرې شوی و.

اړوند مطالب:برېښنا شرکت: ازبکستان افغانستان ته وارداتي برېښنا ۶۰ سلنه کمه کړې

په دې وروستیو کې د پلازمېنې کابل په ګډون د افغانستان په ټولو ولایتونو کې د برېښنا د پرچاوې له ډېرېدو شکایتونه ډېر شوي دي.

د کابل د برېښنا شرکت چارواکو ویلي دي چې د ازبکستان وارداتي بريښنا کې د تخنیکي ستونزو له امله د کابل برېښنا کمه شوې ده.

ویل کیږي چې ازبکستان فغانستان ته د خپلې برېښنا واردات تر ۶۰ سلنه ډېر راټیټ کړي.