1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نړيوالو له افغانستان سره د ۱۳،۶ ميليارده يورو ژمنه وکړه

۱۳۹۵ مهر ۱۴, چهارشنبه

د بروکسل په کنفرانس کې له افغانستان سره تر ۲۰۲۰م کال پورې هر کال د شاوخوا ۳،۵ میلیاردو ډالرو مرستو ژمنه وشوه. دغه مرستې د افغان حکومت له خوا په اصلاحاتو راوستلو پورې تړلې دي.

https://p.dw.com/p/2QtwH
Afghanistan Konferenz in Brüssel Ghani und Mogherini
انځور: Reuters/F. Lenoir

افغانستان په وروستیو کلونو کې د ناامني، اقتصادي ناورین، مهاجرت، اداري فساد او سیمه ایز فشارونه په څیر له ګن شمیر ستونزو سره لاس او ګریوان دی. خو پر دې سربیره نړیوالې ټولنې له دې هیواد سره د خپل ملاتړ ژمنې یو ځل بیا د بروکسل په کنفرانس کې تکرار کړې.

د نړیوالې ټولنې د اوږد مهاله ملاتړ یوه بیلګه د روان کال د اکتوبر میاشتې په ۴ او ۵ نیټه د بلجیم هیواد په بروکسل ښار کې پر افغانستان د بروکسل کنفرانس جوړیدل دي. دغه کنفرانس چې د افغانستان حکومت او د اروپايې ټولنې په ګډ کوربه توب ترسره شو، د شاوخوا ۷۰ هیوادونو او ۲۰ نړیوالو سازمانونو د استازو په ګډون سره پای ته ورسید.

د کنفرانس اصلي موخه او تمرکز پر درو برخو وو چې پکښې د مرستو اغیزمنه کارونه، په حکومتي، اقتصادي او امنیتي چارو کې اصلاحات او د افغانستان د کړکیچ د پای ته رسولو له پاره د سیمه ایزو همکاریو جلبول، شامل دي.

له افغانستان سره د څومره ملکي مرستو ژمنه وشوه

له تمې سره سم، په دې ناستې کې نړیوالې ټولنې د خپل سیاسي ملاتړ ترڅنګ افغانستان ته تر ۲۰۲۰م کال پورې د کال شاوخوا ۳،۵ میلیارده ډالرو مرستې اعلان هم وکړ. کنفرانس ته د خبرو په ترڅ کې ولسمشر غني وویل چې افغانستان په ټولو چارو کې د پام وړ پرمختګ کړی او دې پرمختګ ته به نوره چټکتیا ورکړل شي.

ناستې ته د اروپايي اتحاديې د بهرني سیاست مشرې، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، د ملګرو ملتونو سرمنشي او ګڼ شمیر نورو نړیوالو مشرانو خبرې وکړې او له افغانستان سره یې د خپل سیاسي او مالي ملاتړ اعلان وکړ.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري، د خپلو خبرو په ترڅ کې د افغان حکومت د وروستیو لاسته راوړنو او سیاسي پخلاینی د ستایلو ترڅنګ پر وسلوالو طالبانو غږ وکړ چې له افغان دولت سره د سولې خبرې پیل کړي او سیاسي پخلاینه وکړي.

د اروپايې ټولنې د شورا مشر، ډونلډ ټسک د خپلو خبرو په ترڅ کې له اروپايې هیوادونو په مجموعي ډول د کال ۱.۵ میلیارده ډالرو د ژمنې اعلان وکړ او زیاته یې کړه چې «موږ له نورو هیوادونو هم د ورته مرستو تمه لرو». په دې کنفرانس کې ټولټال له افغانستان سره د کال د کابو ۳.۵ میلیاردو ډالرو ژمنې وشوې.

افغانستان اوس مهال له ایران او پاکستان څخه د خورا ګڼ شمیر راستنیدونکو او دوی ته د اسانتیاو د برابرو له ستونزو سره مخ دی، افغان چارواکي وايي چې هیواد ته په ورځ کې ۵۰۰۰ مهاجر بیرته ستنیږي. 

د مهاجرت کړکیچ

اروپايي هیوادونه له دویمې نړیوالې جګړې وروسته په خپل تاریخ کې د مهاجرینو له تر ټولو ستر کړکیچ سره لاس او ګریوان دي. د دغې ټولنې ځینو هیوادونو څو ځله له افغان حکومت څخه د مهاجرینو د بیرته ستنیدو په هکله غوښتنه وکړه. د بروکسل د ناستې په ترڅ کې د افغان حکومت او اروپايي ټولنې ترمنځ د مهاجرینو د بیرته ستنیدو پر سر هم هوکړه شوې ده.

د دغې هوکړې پر اساس به هغه افغانان چې په اروپايي هیوادونو کې د پناه غوښتنه یې رد شوې، بیرته افغانستان ته ولیږل شي. ویل کیږي چې اروپايي ټولنه به د بیرته ستنیدونکو افغانانو لپاره په هیواد کې دننه له افغان حکومت سره ګډ کار وکړي ترڅو بیرته ستنیدوکو مهاجرینو ته د کار او بوختیا زمینه برابره کړي.

د نړیوالې ټولنې د مرسته دغه لړۍ د افغان دولت په کړونو پورې تړلې ده. نړیواله ټولنه تمه لري چې تر ۲۰۲۰م کال وروسته افغانستان د اصلاحاتي کړنو او منظم اقتصادي پروګرام له لارې وکولای شي په خپل ځان متکي هیواد شي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب